د تونسي کډوالو پر سر د ايټاليا او فرانسې شخړه

کډوال د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فرانسويان په دې نظر دي چې که تونسيان په ازاده په اروپا کې سفر کوي نو بيا بايد پاسپورټونه او هم د لګښتونو لپاره مالي وسايل ولري.

پر مديترانې سمندرغاړې د ايټاليا او فرانسې ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ وروسته له هغه چې فرانسوي چارواکو د څو ساعتونو لپاره تړلی و، بيا پيل شوی دی.

دغه ګام د فرانسوي او ايټالوي فعالانو له خوا د يوې مظاهرې د مخنيوي لپاره پورته شوی، چې له تونس نه يې د کډوالو په ملاتړ ترسره کوله. په پاريس کې د ايټاليا سفير د فرانسې حکومت په وړاندې احتجاج ليک وړاندې کړی دی.

له پاريس نه د بي بي سي خبريال هيو شوفيلډ په خپل راپور کې وايي:

د تونسي ګډوالو د لانجې پر سر د پاريس او روم ترمنځ ترينګلتيا په لوړېدو ده.

په تونس کې له پاڅون وروسته شاوخوا ۲۰ زره تونسي کډوال د ايټاليا لامپېډوسا ټاپو ورسېدل، او اوس د ايټالوی چارواکيو دوی لنډمهالي اجازه ليکونه ورکړي دي.

خو دغه ګام د فرانسې حکومت په غوسه کړ، ځکه اوس تونسيان هغه څه کوي چې دوی يې د اروپا دننه د سفر خپل حق بولي، او د ډېرو لپاره يې په دې معنا ده چې دوی په کې ځانونه فرانسې ته رسوي.

فرانسې له ايټاليا سره پر پوله ګزمې زياتې کړې دي، او تېره مياشت يې نژدې ۳ زره تونسيان له پولو بېرته بله غاړه استولي دي. فرانسه وايي دا کار د شنګن تړون سره په ټکر کې نه دی.

د دغه تړون له مخې د هغو هېوادونو ترمنځ خوځښت ازاد دی چې لاسليک يې پرې کړی دی.

فرانسويان په دې نظر دي چې که تونسيان په ازاده په اروپا کې سفر کوي نو بيا بايد پاسپورټونه او هم د لګښتونو لپاره مالي وسايل ولري.

Image caption د ايټاليا حکومت وايي دا په اروپا کې د ازاد خوځښت بنسټ نه يو څرګند سرغړاوی دی. فرانسه وايي دوی دا تدبير ځکه نيولی و چې د عامه بېنظمۍ خطر په کې و.

خو دغه ډول تفسير د هغو فعالانو له خوا ننګول شوی چې د يکشنبې په ورځ يې د مظاهرو پلان درلود او شاوخوا ۳۰۰ احتجاج کوونکي په کې يو داسې اورګاډي کې سپاره وو چې د پت نو م يې ورکړی و.

دغه مظاهره هېڅ ونه شوه، ځکه چې فرانسې د دواړو هېوادونو پر پولو د (وېنټيميګلا) او (مېنټن) ښارګوټيو ترمنځ د د اورګاډيو د تلوراتلو لار تړلو سره يو نادی ګام پورته کړ.

د ايټاليا حکومت وايي دا په اروپا کې د ازاد خوځښت بنسټ نه يو څرګند سرغړاوی دی. فرانسه وايي دوی دا تدبير ځکه نيولی و چې د عامه بېنظمۍ خطر په کې و.

ورته مطالب