لېبیا: له مصراته ښاره بهرني کارګر ایستل کېږي

کډوال
Image caption په دغو کسانو کې چې په دغه ښار کې ايسار دي، د سويلي اسيا، افريقا او منځني ختيځ په زرگونو کډوال کار کوونکي شامل دي.

له مصراته ښار څخه شاوخوا زر بهرني کارګر ایستل شوي او د قذافي ځواکونو پر دغه ښار خپلو بریدونه ته دوام ورکړی دی.

پر همدې مهال د فرانسې پارلمان له ناټو لېبیا ته د کوماندوز د لېږلو غوښتنه کړې ده.

د کډوالو د نړیوال سازمان چارواکو ویلي، په یوه یونانۍ بېړۍ کې چې ددغه سازمان له خوا کرایه شوې وه، ۹۷۰ کسان ددوشنبې پرورځ د لېبیا د ټلوالې ټاټوي ختيځ ښار بنغازي بندر ته رسېدلې ده.

په دغو کسانو کې چې په دغه ښار کې ايسار دي، د سويلي اسيا، افريقا او منځني ختيځ په زرگونو کډوال کار کوونکي شامل دي.

د بشري مرستوپه چارو کې د ملگرو ملتونو مشره واليراى اموس چې د يا غيانو تر ولکې لاندې بنغازي ښار ته ورغلی، بي بي سي ته وويل چې د مصراته په ښار کې خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري:

''داسې رپوټونه موږ تر لاسه کړي دي چې نه يوازې هلته په زرگونو کسان د سيمې خوشي کولو ته په تمه دي بلکې هلته په زرگونو کسان په لويه کچه طبي مرستو ته اړتيا لري، د د مناسبو تشنابونو او اوبو مساله ستونزې دي او برېښنا هم نه لري. ما په تريپولي کې له لېبيايي چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړې . هغوى وويل چې هلته د ورتگ لپاره به مو امنيت خوندي کړي، موږ به په دې برخه کې خپلې هر ډول هڅې وکړو''

پر همدې مهال د برتانيا د حکومت يو لوړپوړي وزير په ملگرو ملتونو کې پردې بېړنی بحث وکړ چې په لېبيا کې له جگړې د زرگونو تښتېدلو ملکي کسانو سره بشري مرستې زياتې شي .

برتانيا له لېبيا څخه د کډوالو د وتلو په برخه کې مرسته کوي. برتانيا او يو شميېر نور هېوادونه دارنگه د ملگرو ملتونو د هغو هڅو تر شا د يپلوماټيک زور اچولى چې په لېبيا کې د هغو خلکو لپاره چې بشري مرستو ته اړتيا لري، يو لاره پرانيزي په ځانگړې توگه هغو ادارو ته د مرستې د ور رسولو په برخه کې چې په مصراته ښار کې کار کوي او د رپوټونو تر مخه سخت ملاتړ ته اړتيا لري.

د برتانيا د نړيوالې پرمختيا وزير اندرو ميچل بي بي سي ته وويل چې د لېبيا د خلکو لپاره ډېرو مرستو ته اړتيا ده:

''په لېبيا کې په پراخه کچه له بشري مرستو تر سره کولو ته اړتيا ده. موږ پر پولوپه پرتو ستونزو د لاسبري له اړخه اغېزمن وو خو د لېبيا دننه د قذافي د رژيم د کړنو له اړخه وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دى په ځانگړې توگه د مصراته په ښارکې، نو دا ډېره مهمه ده چې نړيواله ټولنه اړينې بشري مرستې برابرې کړي چې له دغه ناوړه وضعیت سره مرسته و شي. ''

ډگروال قدافي تر دې مهاله لېبيا کې بشري مرستې رد کړې دي، خو ښاغلي ميچل په دې باور دى چې دغه حالت به بدل شي .

بل خوا د لوېديځ هوايي ځواک په لېبيا کې د مخالفينو تر کنټرول لاندې د بنغازي د ښار خواته د حکومتي ځواکونو د پرمختگ مخه د دغه نړيوال کمپاين په پيل کې ډب کړه.

خو د عملياتو له پيل د شاوخوا څلورو اوونيو په تېرېدو سره د لېبيا د مصراته په ښار کې د ناټو ځواکونو د عملياتو اغېز کم ښکاري .

دغه ښار چې شاوخوا ۳۰۰ زره اوسېدونکي لري د جگړو له پيل راهيسې په محاصره کې دى نړيوال هوايي ځواک ايله د ښاغلي قذافي ځواکونه په دفاعي حالت کې ساتلي دی.

دوى پر ښار خپل نفوذ لري، خپل زغره وال گاډي يې د ودانيو په شاوخوا کې درولي چې دغه کار د ملکي تلفاتو له اړولو بغير د هغوى ويشتل هم سخت کړي دي.

ناټو الوتکو دارنگه د لېبيا حکومتي بېړۍ هم وويشتلې چې دغه ښار ته يوه باريکه سمندري لاره پرانيزي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مصراته له ښاره بهرني کارکونکي د وتلو په انتظار دي.

د ناټو ډېر پام په ختيځ کې د ياغيانو د پښو او اډو په ټينگېدو دى، خو که له دې سره پراخ هوايي ملاتړ نه وي، نو نه شي کولاى د خپلو حکومتي سيالو ځواکونو پر وړاندې دفاع وکړای شي.

بل خوا هوايي ځواکونه هم په يوازې سر د مصراته کلابندي نه شي ماتولى.

د ملگرو ملتونو د پرېکړه ليک ترمخه ناټو نه شي کولاى لېبيا ته ځمکني ځواکونه واستوي، بلکي يوازې له ياغيانو سره د هوايي بريدونو مرسته او د هغوى روزنه کولى شي.

ورته مطالب