''د لومړۍ نړیوالې جګړې جاسوسانو پټ پیغامونه په پښو لیکل''

د ښځې پښه
Image caption سی ای اې تېر کال له څه باندې یو میلیون پټو تاريخي پیغامونو پرده پورته کړه.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) هغه پټ اسناد بربنډ کړي چې وايي د لومړۍ نړیوالې جګړې جاسوسانو به پټ استخباراتي پیغامونه د پښو د ګوتو په مټ د لیمون په اوبو سره لیکل.

د سي ای اې له خوا د شپږو رابرسېره شویو اسنادو په اړه ویل شوي چې دا د لومړۍ نړیوالې جګړې تر ټولو مخکيني پټ اسناد دي چې په وینا یې جاسوسانو په کې بېلابېلې استخباراتي لارې کارولې دي.

په دغو اسنادو کې چې عمر یې کابو نیمې پېړۍ ته رسېږي، ''د هر هغه څه په اړه چې پلټل کېدای شي، لارښوونې موجودې دي.''

سي ای اې زیاتوي، دغه اسناد او په کې کارول شوې لارې چارې د وروستۍ استخباراتي ټیکنالوجۍ په مټ راسپړل شوې دي.

په یوه سند کې راغلي چې د استخباراتو د داسې خاص رنګ جوړولو لپاره چې هرځای لېږدېدای شي، د نترات او سوډا په څېر خاص محلول کارول کېدای شي.

په اسنادو کې راغلي، په اوبو یا محلول کې د یوه دسمال غوټه کول یو خاص محلول رامنځ ته کوي، چې په مټ یې پټ پیغامونه لیکل کېږي.

د ۱۹۱۴ کال یو داسې پیغام موندل شوی، چې په فرانسوي ژبه په الماني تورو لیکل شوی او پټ رنګ په کې کارول شوی دی.

پلټنه وايي فرانسوي جاسوسان ددغه پټ شفر په ماتولو توانېدلي دي.

په یوه بل پیغام کې چې د کلیفورنیا ایالت د لاسي لیکنو یوه ماهر ترلاسه کړی، ویل شوي چې د انسان پر بدن هم پټ پیغامونه لیکل کېدای شي.

په سند کې راغلي، که څه هم په ښکاره د انسان پر بدن کوم لیکل شوي څه نه لیدل کېږي، خو داسې کیميايي ماده شته چې د انسان پر بدن تر پاشلو وروسته لیکل شوي توري له ورایه ښکاري.

ورته مطالب