پاکستان: د قمارخانې چاودنې ۱۶ کسه ووژل

کراچۍ د انځور حقوق afp
Image caption رپوټونه وايي چاودنه په قمارخانه کې تر یوه مېز لاندې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان د کراچۍ ښار په یوې قمارخانې کې چاودنې ۱۶ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

په لومړنیو رپوټونو کې راغلي ول، چې له بهر څخه قمارخانې ته لاسي بم ورغورځول شوی دی، خو پولیس وايي چې په قمار خانه کې د ننه تر یوه مېز لاندې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي ول.

پولیس وايي دغه قمارخانه د سیمه ییزې غدۍ له خوا جوړه شوې ده.

چارواکو بي بي سي ته وویل، له دې چاودنې داسې ښکاري چې بم د سخت دريځو اسلام پالو له خوا اېښودل شوی دی.

په رپوټ کې راغلي، چې دغه قمارخانه د رمي کلپ په نامه مشهوره وه، چې د کراچۍ ښار په جنوبي تر ټولو بې وزله سیمه کې پرته ده.

رپوټ کاږي چې په ناقانونه توګه په دغه سیمه کې قماروهل ډېر دود دي.

په تېر کې هم په کراچۍ ښار کې مرګونې چاودنې او بریدونه شوي دي.

په دغه ښار کې د قومي لږکیو ترمنځ هم په اخ و ډب کې د رپوټونو له مخې تېر کال شاوخوا ۷۷۵ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب