یمن: علي عبدالله صالح له واکه لیرې کېږي

علي عبدالله صالح د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا متحدو ایالتونو د وړاندې شوي پلان د منلو په اړه د دواړو غاړو ستاینه وکړه، او له سوله ییزې لارې یې د واک سپارلو غوښتنه وکړه.

د یمن ولسمشر له مخالفینو سره ومنله چې د واک به په دېرشو ورځو کې خپل مرستیال ته سپاري.

ولسمشر علي عبدالله صالح د عرب خلیج هېوادونو دغه وړناندیز ددې په بدل کې ومانه، چې له ده نه به قضايي پلټنې نه کېږي.

ددغه پلان له مخې به د مظاهرو لړۍ هم ختمه شي.

د یمن د اطلاعاتو مرستیال وزیر علي عبدوه الجنادي د استفعا شرایط په دې ټکو وړاندې کړل:

''ولسمشر علي عبدالله صالح او د ده ګوند ددغه پلان له ټولو موادوسره موافق دی. دا هرڅه به د یمن د جمهوري دولت د اساسي قانون په رڼا کې ترسره کېږي. ددې مانا دا ده چې ولسمشر به د قانون د ۱۱۶ مې مادې پربنسټ خپله استعفا د ملي شورا غړو ته وړاندې کوي.''

د یمن د اوو ګوندو مخالفې ټلوالې له یولړ ملاحظاتو سره د دغه پلان هرکلی وکړ.

د امریکا متحدو ایالتونو د وړاندې شوي پلان د منلو په اړه د دواړو غاړو ستاینه وکړه، او له سوله ییزې لارې یې د واک سپارلو غوښتنه وکړه.

ورته مطالب