له نیویارکه تر لاس انجلېسه د ټکسي کرایه ۵ زره ډالره

په نیویارک کې ښاري ټکسي
Image caption د دغه سفر ټول ټال لګښت ۱۷ زره ډالره و.

ټکسي چلوونکي محمد علم، وروسته له هغه پنځه زره ډالر ترلاسه کړل، چې دوه کسان یې له نیویارک ښار څخه لاس انجلېس ته په ټکسي کې ولېږدول.

د هغه کیسه داسې پیلېږي، چې د پانګونې په یوه بازار کې چارواکی جان بیلیټسکي او د هغه ملګری دان ووبین غوښتل چې یو ناشنا او خیالي کار وکړي.

دواړو هوډ وکړ، چې له نیویارک څخه به په ښاري ټکسي کې به سپرېږي او لاس انجلېس ته به ځي، همدا وو چې دواړه پر ټکسي چلوونکي محمد علم ورپېښ شول، چې نوموړي پر لاګواردیا هوايي ډګر د سپرلۍ په انتظار ولاړ و.

دوی په مخ کې شاوخوا څلور زره کیلومتره سفر درلود چې د شپږو ورځو واټن و.

خو په لاس ویګاس کې دواړو کسانو هغه مهال خپل سفر یوڅه وځنډاوه، چې په یوه قمار خانه کې یې دوو زرو ډالرو ګټې ته اېښې وه.

بیلیټسکي او ووبین نه پوهېدل چې نیوجیرسي او نیویارک ښارونو ته به څرنګه راستنېږي، دواړه ددغو ښارونو اوسېدونکي ول.

خو علم ورته وویل چې د هغه یو چلوونکی ملګری دوی بېرته خپلو سیمو ته رسولی شي.

یوه ځايي وېبسایټ ویلي که چېرې دوی دا سفر د کیلومتر په حساب ترسره شوی وای، پر دواړه به ۱۷ زره ډالر لګښت راغلی وای.