لويديځ په سوريه کې د ملکیانو ځپل وغندل

سوريه د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوريې په وروستيو ناکراريو کې څه د پاسه ۳۵۰ ملکيان وژل شوي دي.

په لوېديځه نړۍ کې په دې اړه اندېښنې په زياتېدو دي چې د سوريې چارواکي د تاوتريخوالي په پای ته رسولو کې پاتې راغلي دي، خو داسې ريښتينې نښې هم خورا کمې دي چې دمشق به ګواکې بهرنيو نيوکو ته غوږ شي.

پر همدې مهال امريکا او بريتانيې يو ځل بيا په سوريه کې د تاوتريخوالي غندنه کړې، خو له دندې د ولسمشر بشار الاسد د لرې کېدو له کومې غوښتنې يې ډدې کړې ده.

د راپورنو له مخې په سوريه کې د تاوتريخوالي په وروستيو پېښو کې څه د پاسه ۳۵۰ ملکيان وژل شوي او په سل ګونو نور نيول شوي دي.

نورو اروپايي هېوادونو داحتجاج کوونکيو د ځپلو پای ته رسولو په موخه د پياوړو تدبيرونو د نيولو غوښتنه کړې ده.

پر سوريه ديپلوماتيک فشار ورو ورو په زياتېدو دی، خو داسې اشارې نه شته چې دغه فشار دې په دمشق کې د ذهنيت بدلون راولي.

د ولسمشر بشار الاسد د لږکيو علويانو رژيم خپله شاه دېوال ته کړې ده.

د احتجاجونو کچې او دوام د سوريې چارواکي هک پک کړي، او ولسمشر بشار الاسد هر څه چې پېښېږي پر خپلو پښو پر درېدا هوډمن ښکاري.

لوېديځ حکومتونه د يوې داسې جادويي لکڼې راکتو هلې ځلې کوي چې د سوريې پر ولسمشر اغېز وکړي.

امريکا لا له وړاندې د سوريې پر وړاندې د پراخې کچې بنديزونه لګولي ، او اوس د نورو ټاکليو اضافي ګامونو يادونه کوي چې په مالي برخه کې به يې د پېژندل شويو کسانو په وړاندې اخلي.

اروپايي فشار ښايي لانور لوی وي. دا وروسته له هرڅه اروپايان وو چې سوريه يې له دواړو ديپلوماتيک او اقتصادي پلوه له کنګل را وايستله،خو د اوس لپاره احتياط د خبرو او لفظونو په غوراوي کې دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ خپل پارلمان ته په وينا کې په سوريه کې د ځپنې د بهير غندنه وکړه.

په داسې حال کې چې هڅه يې کوله ولسمشر اسد ته د خپل دريځ بدلونې لار پرانيستې پرېږدي.

ده وويل سوريه د يو څلورلارې پر سر ده، او که هلته حکومت د لا زورورې ځپنې لار غوره کړه، بيا به نو اروپايان د بنديزونو په ګډون پر بېلابېلو تدبيرونو غور کوي.

بريتانيا، فرانسه، جرمني او پورتګال د ملګريوملتونو د امنيت شورا د اعلاميې پر متن کار کوي چې په سوريه کې د ځپلو پېښو غندنه په کې شوې ده.

خو دا چې سوريه په سيمه کې مرکزي ځای لري، او هم که د اسد نظام راپرځيږي څومره ګدوډي کېدی شي ورسره مله وي، په ټولو اړخونو کې يې يوه اندازه ضد او نقيض حالت رامنځ ته کړی دی.

ورته مطالب