د برتانیې شاهي نظام، شاهي کورنۍ او رول یې

د انځور حقوق b
Image caption په برتانیه کې د ملکې په القابو کې یو هم د مذهب مدافع Defender of the Faith هم دی او د انګلستان د کلیسا Church of England او همداراز د سکاټلېنډ د کلیسا د سرپرستۍ رول هم لري.

د برتانیې شاهي نظام او شاهي کورنۍ د سلګونو کالو راهیسې د هېواد د تاریخ، سیاست او ټولنې یوه مهمه برخه پاتې شوې ده.

پاچا یا ملکه په هېواد کې دوې مهمې دندې لري، د ''ملت مشر'' او د ''دولت مشر '' اوسنۍ ملکه االیزاببېت الیګزاندرا مېري Elizabeth Alexandra Mary په ۱۹۵۲ کال کې هغه مهال پر تخت کښېناسته چې پلار یې پاچا شپږم جارج George vi له دې نړۍ وکوچېده او لور یې ددویمې الیزابېت په نامه د ملکې په توګه لوړه وکړه.

د دولت State د مشر په توګه پاچا یا ملکه د اساسي قانون او استازیتوب دندې پرمخ بیايي چې د تېرو شاوخوا زرو کلونو راهیسې په یوه یا بله بڼه راروانې دي. لکه د نوي پارلمان پرانیستنه، د پارلمان لخوا د منظور شوو قوانینو لاسلیکول ، له لومړیو وزیرانو سره رسمي غونډې او داسې نور.

د برتانيې د شاهي کورنۍ په اړه د داود اعظمي ځانګړی پروګرام دلته واوریء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملت Nation د مشر په توګه د پاچا یا ملکې رول لږ رسمي وي او زیاتره ټولنیزه او کولتوري بڼه لري.

د ملت هویت تمرکز، یووالی او ملي غرور، د ثبات یا ټيکاو او تسلسل احساس، د وګړو د بریالیتوبونو یا لاس ته راړونو قدرداني او همدا راز د ولس د خیر ښېګړې او رضاکارانه خدمتونو هڅونه او درناوی هغه څه دي چې د برتانیې د تاج او تخت د وارث او مالک د ژوند او کار برخه وي.

په برتانیه کې د ملکې په القابو کې یو هم د مذهب مدافع Defender of the Faith هم دی او د انګلستان د کلیسا Church of England او همداراز د سکاټلېنډ د کلیسا د سرپرستۍ رول هم لري.

خو څرنګه چې برتانیه اوس یو ګڼ توکمیزه او ګڼ مذهبي ټولنه ده، نو ملکې د نورو دینونو د لارویانو اصل په رسمیت پېژندلی او له هغو سره د اړیکو ښه والي ته پام کوي.

''خدایه باچا وساتې''

ملک د برتانیې د ملي وحدت سمبول ده. دا د مسلح ځوکونو مشره هم ده او برتانوي پوځيان د ملکې په نامه او د هغې د تاج د خوندي ساتلو لپاره جنګېږي – د برتانیې ملي سرود هم له څو کالو راهیسې د ''خدایه باچا وساتې'' God save the king په الفاظو پيلېږي او ختمېږي. او د ''خدایه ملکه وساتې'' God save the Queen بڼه یې غوره کړې ده.

اوسنۍ ملکه شاوخوا ۶۰ کاله وړاندې په داسې حال کې پرتخت کښېناسته چې د برتانوي امپراتورۍ ټغر پر راټولېدو وو او یو شمېر هېوادونو خپلواکي اعلانوله.

خو ملکه الیزابېت نن هم د برتانیې په ګډون د ۱۶ هېوادونو او واکمنیو رسمي ملکه ده، چې په هغه کې کاناډا، اسټرالیا او نیوزي لېنډ هم راځي.

که څه هم په یو شمېر دغو هېوادونو کې پارلماني ډیموکراسي ده، نو ملکه په نوموړو هېوادونو کې د حکومتونو پرېکړې مني او رول یې تر ډېره ځایه مراسمي او سمبولیک دی.

ملکه همداراز د هم ګټو هېوادونو د ټولنې Common wealth د هغو ۵۳ غړو هېوادونو سمبولیکه مشره هم ده چې پخوا د برتانوي امپراتورۍ برخه وه.

په خپل هېواد برتانیه کې هم ملکه مخامخ حکومت نه کوي، بلکې یو شمېر مراسمي او رسمي دندې ترسره کوي.

د انځور حقوق Willard Wigan
Image caption د ملکې د لمسي او د راتلونکي پاچا شهزاده ویلیم Prince William او کېترین واده یوځل بیا نه یوازې په برتانیه کې د ننه د زیات شمېر خلکو لپاره د خوشالۍ پلمه جوړ شوی، بلکې په نورو هېوادونو کې هم د سلګونو میلیونو وګړو لپاره یوه په زړه پورې پېښه ده.

د دولت د مشر په توګه ملکه باید هرومرو په سیاسي توګه بېطرفه وي، ملکه او د شاهي کورنۍ نژدې غړي رایه نه ورکوي او نه هم په ټاکنو کې برخه اخلي.

خو حکومت او په ځانګړې توګه لومړي وزیر ته د مهمو چارو په اړه مشوره ورکوي.

ملکه او د کورنۍ غړي یې په بېلو هېوادونو کې د خپل ملت او دولت په استازیتوب سفرونه کوي او د برتانیې د نوم او نښان د لوړولو او د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره کار کوي.

د برتانیې شاهي نظام او شاهي کورنۍ که څه هم د خپل تاریخ په اوږدو کې ډېرې لوړې ژورې لیدلي، خو د نظام او کورنۍ په ژوند کې یو شمېر مهمو پېښو تل د خلکو لېوالتیا راپارولې او ولس ته یې د خوشالۍ پلمه بخښلې ده.

د ملکې د لمسي او د راتلونکي پاچا شهزاده ویلیم Prince William او کېترین واده یوځل بیا نه یوازې په برتانیه کې د ننه د زیات شمېر خلکو لپاره د خوشالۍ پلمه جوړ شوی، بلکې په نورو هېوادونو کې هم د سلګونو میلیونو وګړو لپاره یوه په زړه پورې پېښه ده.

ورته مطالب