لندن: د شهزاده ويليم او ميډلټن د واده مراسم ترسره شول

د انځور حقوق Getty

د بريتانيا د شهزاده ويليم د واده مراسم پيل شوي دي. زرګونه سيلانيان په لارو کوڅو کې چېغي وهي، دبريتانيا بيرغ او د ويليم او ميډلټن انځورونه ښوروي.

هغې کليسا ته چې شهزاده ويليم او ميډلټون به پکې نکاح ته ټوله غځېدلې لاره له مينوالو ډکه ده او تمه کوي چې دغه جوړه به وويني.

د سلطنتي کورنۍ د غړو په ګډون دا مهال په مراسمو کې شاوخوا دوه زره مېلمنو برخه اخيستې ده .

له سلطنتي دودونو سره سم په بريتانيا کې شهزاده ويليم ته د هغه د واده په مراسمو کې د ملکې اليزابت له لوري د دوک لقب ورکړل شو .

دا په بريتانيا کې د اشرافيانو تر ټولو لوړ مقام دی. د لندن په مرکزي سيمه کې چېري چې په څو ساعتونو شهزاده ويليم او کيټ ميډلټن د خپل واده د مراسمو په ترځ کې لدغه ځايه تېرېږي .

د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه تر سترګو کېږي . زرګونو کسانو ددغې جوړې د ليدلو لپاره شپه په لارو کوڅو کې تېره کړې .

دا واده به د نړۍ په کچه سلګونه ميليونه وګړي پر ټلوېزيونونو وګوري .

دغه مراسم دېرش کاله وړاندي د شهزاده ويليم د پلار و مور شهزاده چارلس او ملکې ډيانا له واده راهيسي په بريتانيا کې تر ټولو لوی سلطنتي مراسم دي.

په لندن کې پوليس و ايې څه باندي پېنځه زره کارکوونکي به ددغو مراسمو امنيت ونيسي . ددغو پراخو امنيتي ترتيباتو بيه يولس ميليونه ډالره اټکل شوې ده.

پر همدې مهال بريتانيا په لندن کې د سوريې سفير ته ورکړی بلن ليک بېرته اخستی چې څو ورځي وړاندي يې د ملکې د لمسي په واده کې د ګډون لپاره ورلېږلی وو .

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې په سوريه کې پر ملکي خلکو تر بريدونو وروسته به دا د منلو وړ نه وي چې د سوريې سفير په واده کې ګډون وکړي.