هندي محکمې ۵ کلن ماشوم محاکمه کړ

 سریکانت پاسوان
Image caption د سیمه ییزو پولیسو یوه ویاند ویلي دوی د سریکانت پاسوان د محاکمې هڅه وکړه، خو د پلټنو پرمهال د هغه د ورور نوم په غلطۍ لیکل شوی و.

د هند په بیهار ایالت کې محکمې یو پنځه کلن ماشوم په سیمه ییزو ټاکنو کې 'د امنیت د ګډوډولو' په تور محاکمه کړی.

محکمې ویلي چې سوریکانت پاسوان باید ۲۰ زره روپۍ (شاوخوا ۴۳۷ ډالره) په ضمانت کې ورکړي او د یوې اوونۍ لپاره هره ورځ د دیبرا ښار امنیتي مرکز ته حاضري ورکړي.

په سیمه کې د پاسوان په محاکمه کېدو سخت غبرګون او غصه راپارېدلې ده.

پولیسو ویلي چې دا کار د نومونو د ورته والي له کبله شوی، چې د ښاغلي پاسوان مشر ورور مطلوب و، خو په غلطۍ سره د هغه نوم لیکل شوی.

د سیمه ییزو پولیسو یوه ویاند ویلي دوی د سریکانت پاسوان د محاکمې هڅه وکړه، خو د پلټنو پرمهال د هغه د ورور نوم په غلطۍ لیکل شوی و.

پنځه کلن ماشوم پاسوان د اورنګ اباد ولسوالۍ د کولهار کلی اوسېدونکی او د ښوونځي د لومړي تولګي زده کوونکی دی.

هغه د محکمې په تالار کې د ننوتلو پرمهال سیمه ییزو رسنیو ته ویلي ''زما پرضد ادعا شوې وه، له دې کبله زه دلته په محکمه کې یم.''

د محکمې د پرېکړې په تړاو د باسوان پلار باید له خپل زوی سره هره ورځ سیمه ییز مرکز ته د حاضرۍ لپاره ولاړ شي.

د هغه وکیل د خپل موکل محاکمه کېدل د ماشومانو له حقونو سرغړاوی بللی دی.

محکمې هغه له دې کبله شاوخوا ۳۰۰ زره هندي روپۍ جریمه کړی، چې د سیمه ییزو ټاکنو پرمهال یې په بېلابېلو سیمو کې امنیت ګډوډ کړی.

پولیسو ویلي د سیمه ییزو ټاکنو پرمهال یې د امنیت د ګډوډولو په تور شاوخوا ۱۶ زره کسان نیولي دي.