ناټو: لېبیايي پوځيان د مصراته په بندري اوبو کې ماینونه خښوي

مصراتا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په طرابلس کې حکومتي ټلوېزيون اعلان کړى چې پټرول به د کارتونو پر بنسټ وېشل کېږي.

ناټو وايي، قذافي ځواکونو پورې تړلو وړو بېړيو مخه يې نيولې چې د جمعې د ورځې په گهيځ يې د مصراتا په بندري اوبو کې ماينونه خښول.

دغه بندر د مصراتا د کلابند شوي ښار لپاره د ژوند يوازينۍ کرښه ده چې له لارې يې بشري مرستې.

د کډوالو او ټپيانو لېږدونه او ياغيانو ته د وسلو او مهماتو رسول ترسره کېږي.

د ايتلافي ځواکونو عملياتي مشر، ډگروال قذافي تورن کړ چې په دې برخه کې د نړيوالو قوانيونو خيال نه ساتي.

طر ابلس کې حکومت په دې برخه کې کوم ځواب نه دى ورکړى.

بل لوري ته د وازين په بندري سيمه کې جگړې د تونس خاورې ته غځېدلي دي.

د تونس حکومت دا يوه سرغړونه بللې او غندلې يې ده. لېبيایانو له دې کبله بښنه غوښتې ده.

اخوا د هېواد په جنوب ختيځ کې د کوفرا په ښار کې د تازه نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي چې د قدافي ځواکونه هڅه کوي چې پر ښار بېرته خپله ولکه ټينگه کړي.

د پنجشبې په شپه پر لېبيا خواره واره هوايي گوزارونه شوي دي، خو داځلې د وسلو او مهماتو پر زېرمتونونونو .

په طرابلس کې حکومتي ټلوېزيون اعلان کړى چې پټرول به د کارتونو پر بنسټ وېشل کېږي.

د رژيم د ادعاوو خلاف چې وايي په طرابلس کې سوداگري او ژوند په عادي ډول پرمخ روان دى، جگړواو بنديزونو د قذافي پر حکومت فشار ډېر کړى دى.

ورته مطالب