د ناټو بمبارۍ د قذافي کشرى زوى او درې لمسيان وژلي

د سیف العرب پر کور د ناټو بمباري
Image caption په تېرو څه باندې ۴۰ ورځو کې چې لېيا کې جگړه روانه ده، سيف العرب قذافي، او د قذاقي درې لمسيان د هغه د کورنۍ لومړني غړي دي چې د جگړې قربانياني کېږي.

د لېبيا حکومتي وياند وايي د ډگروال معمر القذافي تر ټولو کشرى زوى سيف العرب قذافي پر طرابلس د ناټو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوى دى.

وياند موسى ابراهيم وويل چې د بريد پرمهال قذافي هم د خپل زوى په کور کې وو ، خو زياتوي چې د ه ته زيان نه دى اوښتى.

په طرابلس کې يوه خبري کانفرانس ته دوينا پر مهال، ښاغلي ابراهيم د قذافي د زوى د وژنې په تړاو وويل:

" بريد، د ۲۹ کلن ورور سيف العرب قذافي او د مشر ددريو لمسيانو د شهادت سبب شو . مشر روغ دى او هغه ته زيان نه دى اوښتى . مېرمن يې هم په ښه حالت کې ده او ټپي شوې نه ده او بريد کې نور خلک ژوبل شوي دي."

په طرابلس کې خبريالان د بمبارۍ ځاى ته بېول شوي دي . توغنديزو گوزارونو ودانۍ سخته زيانمنه کړې او له الوتکې اچول شوى يو بم نه دى چاودېدلى.

څه باندې ۴۰ ورځې کېږي چې د ناټو له لوري د لېبيا د حکومت پرضد هوايي گوزارونه ترسره کېږي.

د امريکا او ناټو مشرانو مخکې ويلي وو چې اوس يې هدف دا نه دى چې ډگروال معمر القذافي په نښه کړي، خو د لېبيا حکومتي وياند موسى ابراهيم وايي د ناټو په دغه بريد کې مخامخ ډگروال قذافي په نښه شوى دى:

"دا د هېواد د مشر د وژلو لپار ه مخامخ عمليات وو. نړيوال قوانين دې ته اجازه نه ورکوي او هېڅ اخلاقي اصول د دې اجازه نه ورکوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption قذافي: ''هېڅوک مې هم د زور له لارې له واکه نه شي لیرې کولای.''

که هر څو ک د ولسي خلکو ددفاع ادعا کوي، مو ږ په بيا بيا د ا اعلانوو چې خبرو ته چمتو يو ، موږ د سولې لار نقشې ته چمتو يو ، موږ د سياسي انتقال بهير ته چمتو يو ، مو ږ ټاکنو ته چمتو يو او موږ ټول پوښتنې ترسره کولو ته چمتو يو . ناټو چمتو نه ده چې زموږ ژمنې وازمايي او لوېديځ زموږ اعلاميو ته پاملرنه نه کوي. دوى يوازې دا غواړي چې ازادي مو رانه غلا کړي، زموږ شتمني چې تېل دي رانه غلا کړي او د خپل برخليک د ټاکلو لپاره زموږ حق رانه واخلي."

تېره ورځ د معمر القذافي بل زوى سيف اسلام ژمنه وکړ ه چې کلونه کلونه به د ناټو پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکوي او بري به هم د دوى پر لوري وي.

په تېرو څه باندې ۴۰ ورځو کې چې لېيا کې جگړه روانه ده، سيف العرب قذافي، او د قذاقي درې لمسيان د هغه د کورنۍ لومړني غړي دي چې د جگړې قربانياني کېږي.

ورته مطالب