سوپرمن ''له خپل امریکايي جنیست تېرېږي''

خیالي اتل
Image caption دغه خیالي اتل وايي: ''په ريښتینولۍ او حق کې د امریکا تګلاره سمه نه ده، اوس نړۍ ډېره کوچنۍ شوې ده او تر ډېره یې وګړي له یو بل سره اړيکي لري.''

د 'اکشن کومېکس' مجلې ویلي د خیالي نړۍ اتل سوپرمان هوډ کړی چې له خپل امریکايي جنسیت څخه تېر شي.

سوپرمان په یوه خیالي کیسه کې چې په لړ کې یې تهران ته د لاریون کوونکو له ډلې سره د یوځای کېدا په تړاو خیالي الوتنه کوي، ویلي: ''له خپلو ټولو هغو هڅو تنګ راغلی یم چې ګني د امریکا د سیاست لپاره دي.''

دغه خیالي اتل چې په یوه امریکايي کورنۍ کې زیږېدلی، ویلي چې یوازې د امریکا لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره خدمت یې هدف دی.

خو د اکشن کومېکس مجلې چلوونکي جیم لي ودان دیدیو له سوپرمان ددفاع په خاطر ویلي چې په وینا یې سوپرمان د شر پرضد د نړیوالې مبارزې نیت لري، خو له خپل کور سره به اړیکه نه پرې کوي.

نوموړی او کورنۍ یې د کنساس ایالت په یوه کلیواله سیمه سمولفېل کې اوسېږي.

دا هغه کلی دی چې خیالي اتل په کې روزل شوی او لوی شوی دی.

د اکشن کومېکس د وروستۍ ګڼې په خپرو شویو انځورونو کې سوپرمان د تهران لاریون کوونکو ترڅنګ ولاړ دی، څو هغوی ته وښيي چې یوازې نه دي.

سوپرمان په خپله کیسه کې ویلي وروسته له هغه چې ایران امریکا د نړیوال اړدوړ په جوړولو تورنه کړه، دی له خپل امریکايي جنیست څخه تېرېږي.

دغه خیالي اتل وايي: ''په ريښتینولۍ او حق کې د امریکا تګلاره سمه نه ده، اوس نړۍ ډېره کوچنۍ شوې ده او تر ډېره یې وګړي له یو بل سره اړيکي لري.''