د اسامه د وژل کېدو کیسه

د امریکا ګمارل شوي سمندري ځواکونه
Image caption د اسامه بن لادن د موندلو په موخه د امریکا ګمارل شوي سمندري ځواکونه د ازميښتي عملیاتو پرمهال.

د امریکا د استخباراتي څېړنو انستېتیوب 'ستراټفور' چې د متحده ایالتونو د استخبارتي کلي په نامه یادېږي، د القاعده ډلې د بنسټګر اسامه بن لادن د وژل کېدو د کیسې ځینې جزییات په ډاګه کړي دي.

رپوټ کاږي، اسامه بن لادن د امریکا د ځانګړ ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه ۵۶ کیلومتره لیرې په ایبټ اباد کې ووژل شو.

له دغه مرکز سره د مالوماتو په برخه کې د پاکتسان استخباراتي ادارې ای اېس ای هم همکاري کړې ده.

د سټراتفور په وینا، بن لادن په هغه یوې نوې ودانۍ کې پټ و، چې د جوړېدو یې لا پنځه کاله نه وو پوره شوي، په دې مانا چې دا ودانۍ د هغه د پټېدو په خاطر جوړه شوې وه.

په اېبټ اباد کې د عیني شاهدانو په حواله، په دغو عملیاتو کې د امریکا هیلي کوپټرو هم برخه اخیستې، چې یوه یې د یکشنې پر شپه د یوې او دوو بجو ترمنځ رالوېدلې ده.

دوی وايي د لومړیو مالوماتو پربنسټ، ویل کېږي چې اسامه به خپل یوه زوی سره په یوه داسې کور کې پټ و، چې سخت امنیت یې نیول شوی و.

خو د برید او عملیاتو پرمهال له هغه ځایه هېڅ مالومات نه ورکول کېدل.

په رپوټ کې د امریکايي چارواکو په حواله راغلي، چې عملیاتو ۴۰ دقیقې وخت واخیست، چې اسامه بن لادن او د هغو ساتونکو له بریدګرو سره ښه مقاومت وکړ، چې په پای کې اسامه او د هغه ساتونکي په کې ووژل شول.

ویل کېږي چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د اسامه یو زوی هم په دغو عملیاتو کې وژلی دی.

د سټراتفور په رپوټ کې د پام وړ خبره داده چې د پاکستان استخباراتي ادارې امریکایانو ته د اسامه د پټن ځي په اړه په مالوماتو ورکولو کې همکاري وکړه، خو پاکستاني حکومت په دې اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

ځینو نورو خبري سرچینو بیا ویلي چې د امریکا د مرکزي اسختباراتو مدیر لیون پانیتا – چې د رابرټ ګېټس پرځای دفاع وزیر ټاکل کېږي- د دوشنبې پر ګهيځ کانګرېس ته د دغو عملیاتو په اړه جزییات ورکړل.

ورته مطالب