اسامه بن لادن او د القاعدې شبکه

اسامه
Image caption په ۱۹۹۱ اسامه له سعودي عربستان څخه د حکومت ضد فعالیتونو له کبله وشړل شو.

پر اسامه بن لادن تور وو چې په ۱۹۹۸ کال په ختيځه افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتونو او پر نیویارک او واشنګټن د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په ګډون یې د نړۍ د ګڼو بریدونو ترشا لاسونه ول.

له هماغه وخت راهیسې په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه د القاعدې ډلې مشري د اسامه پرغاړه وه، چې په لړ کې یې د اندونیزیا په بالي ټاپو او پلازمېنه جاکارتا او همداراز په دارالبیضاء، ریاض او استانبول کې خونړي بریدونه وشول.

د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته، داسې باور کېده چې د القاعدې ډله د پاکستان په قبایلي سیمو کې ځان ته د پټن ځایونو په لټه کې ده.

په دې لړ کې اسامه هم پر افغانستان د امریکا تر بریدونو وروسته د خپل ځان د پټولو په لټه کې شو، چې په افغانستان کې مېشت ایتلافي ځواکونه او په پاکستان کې ددغه هېواد پوځ پوره لس کاله هغه ونه شوای موندلای.

ادبناکه

هغو کسانو چې له اسامه سره یې لیدلي، هغه یو ادبناک، سخي او پر بې وزلو زړه سواند سړی ستایلی دی، خو ترڅنګ یې د امریکا د متحده ایالتونو او د هغوی د ملاتړو سرسخته دښمن و.

اسامه بن لادن په ۱۹۵۷ کال د سعودي عربستان د ریاض ښار په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږېدلی، چې مور یې د سوریې وه.

نوموړي خپل ماشومتوب هلته په ارامه او خوشاله نړۍ کې تېر کړ.

Image caption اسامه د ماشومتوب دوره په یوه بډایه کورنۍ او خوشاله فضا کې تېره کړه.

اسامه له کوچنیوالي د دین پر لور ډېر نظر وو، کټ مټ لکه د پلار په څېر یې د ودانیز شرکت له برکته ډېره شتمني ترلاسه کړه او د سعودي له واکمنې کورنۍ سره یې نژدې اړيکي لرل.

اسامه بن لادن د ښوونځي او پوهنتون د زده کړو پرمهال د اخوان المسلمین د ګوند غړی و.

کله چې په ۱۹۷۹ کال د هغه وخت شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل یووړ، اسامه پاکستان ته ولاړ او هلته یې له افغان جهادي مشرانو سره د یرغلګرو شورویانو پرضد د مبارزې هوډ وکړ.

تر هغه وروسته اسامه سعودي ته د افغان مقاومت کوونکو او مجاهدینو لپاره د پیسو او ملاتړ راجلبولو لپاره ولاړ.

هغه په دې موده کې څو ځلې سعودي عربستان او افغانستان ته سفرونه کړي.

دا چې هغه یو شتمن سعودي وګړی و، ښه راڅرګند شو او پلویان یې په ډېرېدو شول.

د اسامه د خپلو مخکینیو څرګندونو پربنسټ، شاوخوا یې زرګونه مصریان، لبنانیان، ترکان او د نورو هېوادونو لېواله وګړي راغونډ شول.

ددې ترڅنګ، هغه د هغه وخت د شوروي ایدیالوژۍ پرضد چې ديني شعایرو ته یې سپکاوی کاوه، په افغانانو کې هم خپل ملاتړي پیدا کړل.

اسامه د اوسني خیبر پښتونخوا په پېښور کې د عرب مجاهدینو د راغونډېدو لپاره مېلمستون هم جوړ کړ، او د غړو په ډېرېدو یې د افغانستان د ننه پوځي روزن ځایونه جوړ کړل.

اسامه دې مېلمستون او پوځي ځایونو ته د 'القاعده' نوم ورکړ.

د انځور حقوق Nocredit
Image caption د امریکا متحده ایالتونو هم پر سودان فشار راوړ چې له خپلې خاورې یې وباسي، همدا وو چې افغانستان ته یې مخه کړه خو په دې سره د اسامه د سخت دریځۍ نظریه او افکار لاپسې وغوړېدل.

اسامه د یوه پوځي قومندان په توګه د خلکو د راجلبولو په برخه کې ځانګړی مهارت، زړورتیا او له مرګه د ځان او ملګرو د ژغورلو بېلګه وړتیا لرله.

د امریکا ملاتړ

د شوروي اتحاد پرضد د افغان جهاد ترشا د امریکايي ډالرو سربېره د سعودي او پاکستان د حکومتونو ملاتړ هم وو.

له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته د 'افغان عربانو' په نامه د اسامه پېژندل شوو پلویانو داسې انګیرله چې ګني په خپلو هېوادونو کې به یې تود هرکلی وشي.

د اسامه غصه هله راوپارېده چې پر کویت د عراق تر برید وروسته یې د مجاهدینو د دفاع لپاره د سعودي حکومت د هغه غوښتنه رد کړه.

او پرځای یې سعودي عربستان پخپله خاوره کې نیم میلیون امریکايي ځواکونو ته د مېشتېدو اجازه ورکړه، چې اسامه دا یو تاریخي خیانت وباله.

اسامه له همغې شېبې وروسته د سعودي د واکمن نظام په کلک مخالفت کې ودرېد او په منځني ختيځ کې د امریکا ضد هڅو ترڅنګ ودرېد.

په ۱۹۹۱ اسامه له سعودي عربستان څخه د حکومت ضد فعالیتونو له کبله وشړل شو.

لومړي پنځه کاله یې په سودان کې تېر کړل او په خرطوم کې یې د اسلامي حکومت د بېخ بناوو د رغولو لپاره لویې پروژې پیل او خپلې پیسې په کې ولګولې.

د هغه او د سعودي د حکومت ترمنځ د پخلاینې او جوړجاړي هڅې بې ګټې شوې، همدا وو چې سعودي یې ټول حسابونه او پیسې کنګل کړې او د سعودي جنیست یې ترې واخیست.

د امریکا متحده ایالتونو هم پر سودان فشار راوړ چې له خپلې خاورې یې وباسي، همدا وو چې افغانستان ته یې مخه کړه خو په دې سره د اسامه د سخت دریځۍ نظریه او افکار لاپسې وغوړېدل.

د انځور حقوق nocredit
Image caption دا چې اسامه یو شتمن سعودي وګړی و، ښه راڅرګند شو او پلویان یې په ډېرېدو شول.

د ۹۰ مې لسیزې په نیمايي کې یې د امریکایانو او یهودو پرضد د نړیوالې جګړې اعلان وکړ، او په ۱۹۹۸ یې د امریکا د ژر پیلېدونکې جګړې په اړه فتوار صادره کړه.

څو میاشتې وروسته په کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونه وشول.

که څه هم اسامه په لومړي سر کې په زغرده ددغو بریدونو پړه ونه منله، خو په تړاو یې یو شمېر نیول شوو ومنله چې له دې چاودنو سره ددوی ملاتړ وو.

د امریکا په متحده ایالتونو کې د ۲۰۰۱ تر بریدونو وروسته، اسامه یو شمېر وېدیويي ویناوې خپرې کړې.

بیا وروسته اسامه د یولړ امنيتي ستونزو له کبله خپلې وېدیويي ویناوې وردولې او د هغه د ناروغۍ خبرونه هم ورکول کېدل، چې په دې وروستیو کې یې ویناوې ډېرې کمې شوې.

ورته مطالب