اسامه بن لادن څوک وو؟

اسامه
Image caption اسامه د سعودي عربستان په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږېدلی او همالته لوی شوی دی.

اسامه بن لادن په ۱۹۵۷ پيدا شوی او د اسامه بن محمد د ۵۲ اولادونو له ډلې ۱۷م وو.

هغه مهال چې اسامه بن لادن د ملکي انجنيرۍ په برخه کې د سعودي عربستان د جدې په پوهنتون کې زده کړې کولې د يوې اسلامي محافظه کارې ډلې له استادانو او زده کوونکو سره په تماس کې شو او د دوی تر اغېز لاندې راغی.

په ۱۹۷۸کال کې پر افغانستان د شوروي يرغل پر مهال اسامه بن لادن ډېر مشهور شو. هغه له روسانو سره د افغان مجاهدينو د مبارزې په برخه کې رغنده رول ولوباوه چې زياتې لاسته راوړنې يې هم لرلې.

له مسکو نه د اسامه نفرت يا کرکه وروسته له هغه د واشنګټن په لوري وا وښته چې په ۱۹۹۱ کې د خليج جګړه وشوه او شاوخوا ۳۰۰زره امريکايي ځواکونه چې ښځې هم په کې وې په سعودي عربستان کې چې د مسلمانانو دوه ډېر سپېڅلي ځايونه په کې دي ځای پر ځای شول.

د امريکا دې کار دی لا زيات د لويديځ په مقابل کې کرکجن کړ او ده دا کار اسلامي مقدساتو ته سپکاوی باله.

سعودي عربستان په ۱۹۹۴ کال کې له ده نه تابعیت يا د اوسېدو جواز واخيست چې ور پسې سوډان هم همدا کار وکړ او د ۱۹۹۶کال په جنورۍ مېاشت کې اسامه بن لادن بيا افغانستان ور ستون شو.

د ۱۹۹۸ کال په فبروري مېاشت کې هغه يوه فتوا ورکړه او په دغه فتوا کې يې ويلي وو چې د يهوديانو او د امريکايانو د پلويانو وژل د مسلمانانو دنده ده.

تر دې وروسته په تانزانيا او کېنيا کې د امريکا پر سفارتونو دوو بريدونو ۲۲۴ کسه ووژل او نژدې ۵۰۰۰ نور يې ټپيان کړل.

اسامه بن لادن له دې وروسته د امريکا لپاره ډېر مهم شو او د هغو کسانو په نوملړ يا لست کې يې نوم راغی چې امريکا يې پر سر له ۲۵ ميليونه ډالرو زياته جايزه اېښې وه.

هغه مهال چې اسامه بن لادن د افغانستان په سوېل ختيځ کې اوسېده امريکا يې پر مرکزونو کروز توغندي وتوغول ، خو د ده په وژنه کې ځکه ناکامه شول چې دی يو ساعت وړاندې له سيمې وتلی وو.

تر دې وروسته بيا د يولسم سپټمبر پېښې وشوې .

Image caption د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو پړه اسامه پرغاړه واخیسته.

په دغو بريدونو کې له ۳۰۰۰ کسانو زيات ووژل شول او همدا د امريکا په مشرۍ د طالبانو د رژيم پر وړاندې د عملياتو د پيلولو لامل شو.

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د امريکا ملاتړو ځواکونو پر افغانستان بريد وکړ په دغه وخت کې داسې فکر کېده چې اسامه بن لادن به په توره بوره کې د جګړې پر مهال وژل شوی وي، خو دی پاکستان ته اوښتی وو.

له دې وروسته بن لادن د پخوا په څېر زيات نه څرګندېده او تر ډېره د پاکستان په قبايلي سيمو کې اوسېده.

د ۲۰۰۴ کال د مې او جولای په مېاشتو کې د افغانستان پولې ته څېرمه پاکستاني پوځ هم د اسامه د نيولو لپاره عمليات پيل کړل، خو بې پايلې وو.

او له هغه را وروسته څو کلونو کې د اسامه هېڅ څرګ نه لګېده چې په پاکستان کې دی که په افغانستان کې. چې بلاخره نن په پاکستان کې د ۵۴ کلونو په عمر ووژل شو.

ورته مطالب