زرداري: اسامه په ګډو عملیاتو کې 'نه دی وژل شوی'

زرداري
Image caption ښاغلي زرداري اسامه د هغه په وینا اوسنۍ 'پرمختللې نړۍ' ته یو لوی ګواښ بللی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، د القاعدې ډلې بنسټګر اسامه بن لادن د وژل کېدو په عملیاتو کې پاکستان هېڅ برخه نه ده اخیستې.

نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې، چې اسامه بن لادن د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو.

ایبټ اباد له پلازمېن اسلام اباد څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

تېره ورځ هم امریکا ویلي ول، چې په دغو عملیاتو کې پاکستاني ځواکونو هېڅ برخه نه ده ورسره اخیستې.

خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، چې د پر نیمه شپه یې هلته د عملیاتو پرمهال پاکستاني پوځيان لیدلي دي.

ولسمشر زرداري له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره د مرکې پرمهال د سه شنبې پر ورځ وویل، په اېبټ اباد کې د القاعدې ډلې د بنسټګر اسامه بن لادن د اوسېدو او پټن ځي په اړه پاکستاني چارواکو ته هېڅ مالومات نه ول.

ښاغلي زرداري دا هم ویلي چې ''موږ هېڅ داسې اټکل نه شوای کولی چې هغه به دلته وي، خو هغه اوس د امریکا په عملیاتو کې له منځه ولاړ، موږ د امریکا له متحده ایالتونو سره د اسامه بن لادن په له منځه وړلو یا نیولو کې هم غږي وو، خو د وژلو په دغو عملیاتو کې موږ برخه نه لرله.''

ښاغلي زرداري اسامه د هغه په وینا اوسنۍ 'پرمختللې نړۍ' ته یو لوی ګواښ بللی دی.

پر همدې مهال، د امریکا د استخباراتي چارواکو په حواله ویل شوي چې دا عملیات یوازې امریکا ترسره کړي.

خو امریکايي ولسمشر بارک اوباما وړاندې د اسامه بن لادن د پټن ځي په موندلو کې د پاکستان د امنیتي چارواکو همکارۍ ته اشاره کړې ده.

د تېرې دوشنبې پر ګهيځ وختي اوباما خپل ولس ته په وینا کې دا ومنله چې ځانګړو ځواکونو یې د عملیاتو پرمهال اسامه بن لادن په پاکستان کې وژلی دی.

رپوټونه وايي، چې تر وژل کېدا وروسته د اسامه مړی په افغانستان کې د امریکايي عسکرو اډې ته تر لېږدولو وروسته د عرب سمندر په تل کې خاورو ته سپارل شوی دی.

ورته مطالب