د اسامه بن لادن مرګ او د پاکستان رول

د پاکستان ورځپاڼې
Image caption له القاعدې سره د پاکستان د اړيکو په تړاو زياتې پوښتنې راپورته شوې دي.

لکه څنګه چې د امريکا په ګډون نژدې ټول وايي ګواکې د اسامه بن لادن وژنه د امريکا لپاره يو ستر بری و، خو پام اوس ټول د پاکستان پر غبرګون راغونډ دی.

اسلام اباد له پخوا پر دې ټينګار کاوه چې د بن لادن يا القاعدې نورو مشرانو پټنځای يې د خاورې دننه نه دی.

اوس يې امريکايانو نه يوازې د پاکستان د کنټرول کرښو دننه، بلکې پلازمېنې اسلام اباد او ان پوځي مرکزونو ته نژدې ښکار وکړ.

وروستيو ډراماټيکو پرمختياوو خورا ډېرې پوښتنې راپورته کړې چې د پاکستان چارواکي به يې اوس پر ځواب غور ته لاس تر زنې وي.

د اسامه بن لادن له مرګ وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو جګپوړی ديپلومات سلمان بشير د دغه هېواد لومړی چارواکی دی چې په ښکاره خبرې کوي.

Image caption د پاکستان د بهرنيو چارو جګپوړی ديپلومات سلمان بشير

نوموړي پا اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاوېد لودين او افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره په ګډه خبرې غونډه کې وينا کوله، او پر بن لادن د عملياتو له مخامخ يادونې يې ډډه وکړه خو ټينګار يې وکړ چې هېواد يې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې همکاري کړې او دوام به ورکوي:

((څه چې موږ يې دلته کوو، پر راتلونکي غور دی. دا د اسامه بن لادن مساله اوس يو تاريخ دی، او فکر کوم نه غواړو خپل ځانونه په تېر کې ښکېل کړو.

زه ټولو ته ورپه يادوم چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې پياوړې همکاري درلوده، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې خورا ډېره قرباني ورکړې ده.

دا زموږ لومړۍ شمېره لومړيتوب و، او همدا زموږ هوډ دی چې پرې به نږدو زموږ خاوره د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.))

يو ستونزه چې کېدی شي نړيواله ټولنه په پاکستان کې ورسره مخامخ وي، هغه د دغه هېواد پېچلی اداري جوښت دی.

د پاکستان اداري بنسټ له پوځی مشرتابه، استخباراتي ادارې او ځينو لوړپوړيو ملکي خدمتګارانو جوړ شوی، چې دوی يې اسټبلېشمنټ بولي.

همدوی کله په ديموکراتيکه او کله پوځي بڼه د پاکستان د واکمنۍ چارې ترسره کوي.

په دې اړه راپور دلته اورېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خو په وروستيو دوو لسيزو کې ډېر کله دا شکونه راپورته شوي چې د پاکستان د اداري بنسټ ځينې کړۍ له جهادي او اورپکو ډلو سره اړيکي لري.

غټه ستونزه چې لوېديځ يې پرې له نه پوهاوي سره مخامخ دی، په پاکستان کې د څه د پاسه ۲۰ بېلابېلو جهادي ډلو شته والی دی، چې القاعده يې يوازې يوه ده.

همدغه پېچلي حالت په لوېديځ کې له تګلارو جوړوونکيو لاره ورکه کړې ده. واشنګټن د تېرې يوې لسيزې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د اسلام اباد پر ملګرتيا ټينګار کاوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان او افغانستان ته د امریکا ځانګړی استازی ګروسمن

افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي (مارک ګرسمن) هم په اسلام باد کې خبري غونډې ته وويل د اسامه بن لادن لټون د ترهګرۍ ضد ګډو هلوځلو يوه برخه وه:

((دری واړه هېوادونه چې دلته راغونډ شوي د پر زورزياتي ولاړې توندلارۍ پای ته رسولو شريکه ژمنتيا لري، دری واړه هېوادونه چې دلته يې استازيتوب شوی په دې اند دي چې د دوشنبې په ورځ د اسامه بن لادن پای د افغانستان، پاکستان او امريکا يوه ګډه لاسته راوړنه وه.

دا په طبيعي ډول د يو داسې چا پای و چې د زورزياتي په کړووړو يې په سيمه کې ديموکراتيک حکومتونه زيانمنول، و د ملکيانو پر وړاندې د وژنو ناوړه عملونه ترسره کول، همدې کار نه يوازې د امريکا بلکې د پاکستان او افغانستان غليم ترې جوړ کړی و))

د پاکستان د استخباراتو يو چارواکي ويلي اداره يې د بن لادن په اړه معلوماتو کې پر ناکامۍ د خجالت احساس کوي، خو دا چې رښتيا خبره څه ده او هم څوک رښتيا وايي لوېديځ لا ډاډمن نه ښکاري.

د بريتانياو لومړي وزير ډېوېډ کامرون ويلي ډېرې پوښتنې دي چې بايد ځواب شي، خو له توندلارو سره په چلن کې د ده په خبره له پاکستان سره له همکارۍ بله چاره نه ګوري.

ورته مطالب