CIA: پاکستان مو ځکه خبر نه کړ، چې اسامه خبر نه کړي

لیون پانیتا د انځور حقوق Getty
Image caption د 'سي ای اې' مشر ليون پانيتا - چې پسرلي کې به د امريکا ددفاع وزير شي- د ټايمز مياشتنۍ ته وويل چې پرېکړه دا وه چې په دې برخه کې له پاکستان سر ه د کار هر ه هڅه ښايي ماموريت له خطر سره مخامخ کړي.

د امريکا د استخباراتو د ادارې 'سي ای اې' مشر وايي ددې دليل چې پاکستاني چارواکو ته د بريد په تړاو څه ونه ويل شي، دا و چې ښايي د بريد په اړه اسامه بن لادن ته خبر ورکړي.

د 'سي ای اې' مشر ليون پانيتا - چې پسرلي کې به د امريکا ددفاع وزير شي- د ټايمز مياشتنۍ ته وويل چې پرېکړه دا وه چې په دې برخه کې له پاکستان سر ه د کار هر ه هڅه ښايي ماموريت له خطر سره مخامخ کړي.

ده، دارنگه داهم په ډاگه کړه چې ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور د کروز د توغنديو د توغولو پرځاى له کوماندو يي ځواکونو د کار اخيستنې ورورستۍ پرېکړه د تېرې سه شنبې پر ورځ ونيول شوه.

د امريکا په اداره کې ډېرو له دې وېره لرله چې دغه ماموريت په ١٩٩٣ کال کې د سوماليا د جنگسالارانو پر ضد د بلاک هاواک ډون يا د چورلکې د غورځېدو او يا هم په ايران کې د ١٩٨٠ کال د ناکامه ماموريت په شان نه شي چې جيمي کارتر لارښونه وکړه چې ايران کې يرغمل شوي امريکايان ازاد شي.

خو د 'سي ای اې' مشر وايي ولسمشر اوباما له دې کبله اندېښنه درلوده چې ښايي د کروز توغنديو له کارونې سره په کور کې شته ډېر کسان ووژل شي او يا په گاونډ کې نور کورونه زيانمن شي.

په دې ډول د 'سي ای اې' مشر وايي تصميم پر دې شو چې سمندري ډله دې هلته ولاړه شي، بن لادن دې ونيسي او که هغه هلته نه وو ، نو بېرته دې را وگرځي.

توغنديز بريد ښايي په دې اړه هم شکونه رامنځ ته کړي وو چې ايا بن لادن په رښتيا هم وژل شوى او که.

Image caption د سپینې ماڼۍ چارواکو په پاکستان د اسامه د نیولو یا وژلو عملیات په ژوندۍ بڼه کتل.

بلې خوا ته د ولسمشر اوباما د ترهگرۍ ضد سلاکار جان برينان ويلي دي چې د امريکا متحده ايالتونه غواړي چې د هغو اطلاعاتو او سندونو پربنسټ چې ایبټ اباد کې د اسامه پر کور د بريد پر مهال ترلاسه شوي، د القاعدې نور اورپکي تعقيب کړي.

"وروستي معلومات دا دي چې نوموړى پنځه يا شپږ کاله دغلته وو او له بهر سره يې اړيکې نه لرله، خو داسې ښکاري چې دننه په کور کې ډېر فعال وو . موږ پوهېږو چې هغه وېدويي او غږيز ټيپونه خپرول. موږ پوهېږو چې نوموړي دالقاعدې له جگپوړو چارواکو سره اړيکې لرل. په دې ډول موږه غواړو چې اوس پردې پوه شو، چې په وروستيو کلونو کې يې څه کول او پر هغو معلوماتو کار کوو ، چې موږ په دغه کور کې ترلاسه کړي او د القاعدې د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو ".

د ولسمشر اوباما د ترهگرۍ ضد سلاکار وويل چې امريکايي چارواکي اوس پر دې غور کوي چې د اسامه بن لادن د وژنې د علمياتو په اړه نور معلومات هم خپاره کړي.

تر اوسه د اسامه بن لادن د ډي اين اى د ازموينې نتيجې او د هغه د مخ د پېژندنې جزييات او په خپله د بريد په اړه معلومات خپاره شوي دي.

خو ښاغلى جان برينان وايي اوس د هغو انځورونو او وېديوگانو په اړه د معلوماتو په خپرولو کار کېږي چې دوى يې په واک کې لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سپينې ماڼې وياند جاى کرني په دې اړه د توضيحاتو له ورکولو ډډه وکړه چې له وسلې پرته د القاعدې مشر څنگه مقاومت کاوه.

خو زياتوي چې په دې برخه کې به ډېره پاملرنه دې ته کېږي چې داسې يو څه خپاره نه شي چې د منفي غبرگونونو د راپارولو سبب شي.

سپينې ماڼې داهم ويلي دي کله چې بن لادن د امريکايي ځواکونو له خوا وژل کېده بې وسلې وو ، خو وايي هغه مقاومت وکړ چې ژوندى ونه نيول شي.

خو د سپينې ماڼې وياند جاى کرني په دې اړه د توضيحاتو له ورکولو ډډه وکړه چې له وسلې پرته د القاعدې مشر څنگه مقاومت کاوه.

د امريکا ځانگړو ځواکونو د تېرې يکشنې پر شپه د اسلام اباد په ۱۰۰ کيلومترۍ د ایبټ اباد په ښار کې د اسامه بن لادن پر کور بريد وکړ او د يوه زوى په گډون يې له ده سره څلور کسان ووژل.

ورته مطالب