'د اسامه په نیولو کې پاکستان نه، بلکې ټوله نړۍ پاتې راغله'

ګیلاني
Image caption ګیلاني:''د ترهګرۍ پرضد جګړه یوازې د یوه هېواد کار نه دی، بلکې په ګډه باید مبارزه وشي چې په دې لړ کې پاکستان د نړۍ همکارۍ ته اړتیا لري.''

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ویلي د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په ژوندي نیولو کې د پاتې راتلو ملامتیا باید یوازې د پاکستان پر استخباراتو وانه چول شي، بلکې په دې کې ټوله نړۍ پاتې راغلې ده.

ښاغلي ګیلاني په پاریس کې خبریالاتو نه وویل، د اسامه ژوندي نیول کېدل یوازې زموږ مسؤولیت نه و، بلکې دا د امریکا د استخباراتو په ګډون د ټولې نړۍ ناکامي وه.

د فرانسې خبري اژانس 'اې ایف پي' د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویلي، د پاکستان له لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني يې وپوښتل ''څرنګه امکان لري چې پاکستان د اسامه په پټن ځي نه وو خبر''، نوموړي يې په ځواب کې وویل چې ''دا د پاکستان د استخباراتو پاتې راتلل وو چې په دې اړه یې باید جدي ګامونه اخیستي وای.''

تر دې وړاندې لومړي وزير ګیلاني له نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

نوموړي ويلي ول چې ''د ترهګرۍ پرضد جګړه یوازې د یوه هېواد کار نه دی، بلکې په ګډه باید مبارزه وشي چې په دې لړ کې پاکستان د نړۍ همکارۍ ته اړتیا لري.''

لومړي وزیر دا هم ویلي د ترهګرۍ په روانه جګړه کې پاکستان رغنده رول لوبولی او همدغه هېواد په کې ډېر ځپل شوی هم دی.

یوسف رضا ګیلاني دا هم ویلي چې پاکستان له ټولې نړۍ د ترهګرۍ او ترهګرو د ټغر د ټولولو لپاره لېواله دی.

د ویلو ده چې د پاکستان لومړي وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د امریکا د اسختباراتو مشر لیون پانیتا ویلي پاکستان یې د اسامه د نیولو یا وژلو د عملیاتو په اړه ځکه له وړاندې نه دی خبر کړی، چې اسامه ته ددغو عملیاتو په اړه مالومات ورنه کړي.

تېره ورځ هم د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ومنله، چې پاکستان د عملیاتو تر پای ته رسېدو پورې د اسامه په ځای او د امریکایانو په عملیاتو نه وو خبر.

تر دغو عملیاتو وروسته د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ ترینګلتیا رامنځ ته شوې ده.

Image caption د القاعدې ډلې مشر او بنسټګر اسامه بن لادن د تېرې یکشنبې پر شپه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یوې ډلې په عملیاتو کې د پاکستان په ایبټ اباد کې تر نژدې یوه ساعته عملیاتو وروسته ووژل شو.

د القاعدې ډلې مشر او بنسټګر اسامه بن لادن د تېرې یکشنبې پر شپه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یوې ډلې په عملیاتو کې د پاکستان په ایبټ اباد کې تر نژدې یوه ساعته عملیاتو وروسته ووژل شو.

نوموړی تر وژل کېدا څو ساعته وروسته د بګرام هوايي اډې ته د ډي اېن اې د ازموینې لپاره یووړل شو او بیا وروسته امریکا اعلان وکړ چې د عرب سمندر په تل کې یې خاورو ته وسپاره.

بل خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سي ای اې هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې ول، پاکستان یې ځکه د اسامه په عملیاتو خبر نه کړ، چې هغه پرې خبر نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي دپلومات سلمان بشیر بي بي سي ته ویلي د امریکا دا څرګندونې خواشینوونکې دي، ځکه چې دواړو هېوادونو تل له یو بل سره همکاري کړې ده.

ده ویلي چې اوس پر یوه او بل د دا ډول تورونو لګولو او د ناباورۍ فضاء رامنځ ته کولو وخت نه دی.

ورته مطالب