ISI: ''په اسامه د نه خبرېدو د درانه شرم احساس کوو''

اسامه

د القاعدې شبکې بنسټګر اسامه بن لادن د تېرې یکشنبې پر شپه د پاکستان په ایبټ اباد کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د پاکستان يوه استخباراتي چارواکي د ځانګړو امریکایي ځواکونو د هغه یرغل په اړه تازه جزییات ډاګیزه کړي چې په ترڅ کې یې د القاعده مشر اسامه بن الادین ووژل شو.

دغه چارواکي ویلي چې امریکایانو د اسامه بن لادن له جسد سره یو ځای یو بل داسې کس هم له ځانه سره وړی چې له برید وروسته هم ژوندی و.

تر اوسه لا د دغه وړل شوي کس پېژندګلوي نه ده شوې.

له دغه برید نه د اسامه بن لادن یوه مېرمن او یوه کمکۍ لور هم ژوندۍ راوتلې.

دغې کمکۍ نجلۍ ویلي چې د خپل پلار وېشتل کېده یې په خپلو سترګو لیدلي دي.

د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای وایي د هېواد یوې لویې پوځي اډې ته په ورڅېرمه یوه کور کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن پراستوګنې د نه خبرېدو له کبله د درانه شرم احساس کوي.

د ای اېس ای یوه چارواکي ویلي چې دوی په ۲۰۰۳ کال کې د القاعده د یو بل غړي د نیولو په موخه پر دغه کور برید کړی و خو له هغې وروسته بیا پردغه کور کوم یرغل نه دی شوی.

پر پاکستان د دې خبرې د وضاحت له اړخه فشار په ډېرېدو دی چې ولې د دوشنبې پر ورځ د ځانګړو امریکایي ځواکونو له لوري د القاعده د مشر د وژل کېدو تر مهاله ظاهراً د هغه د پټېدو په ځای خبر نه و.

خو د پاکستان د پوځ یوه پخوانی ډګروال شوکت قدیر بي بي سي ته وویل ای اېس ای به خامخا د اسامه بن لادن د پټنځای په اړه مالومات لرل:

''ولې اوسامه د ایبټ اباد په څېر ځای ته ورشي. د دې هېڅ امکان نشته چې ای اېس ای دې دغلته د هغه پر اوسېدو خبره نه وي.

هغه کور چې اسامه په کې اوسېده

ایبټ اباد یو ډېر کوچنی ځای دی. دغه یوه پښتون مېشتې سیمه نه ده او تر ‌ډېره پکې ازاد خیاله خلک اوسي.

ایبټ اباد یو ډېر کوچنی ځای دی. دغه یوه پښتون مېشتې سیمه نه ده او تر ‌ډېره پکې ازاد خیاله خلک اوسي.

له دغه ځایه افغانستان ته د تښتېدو لاره هم نشته.

د القاعده د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی مارک ګروسمن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سلمان بشیر سره خبرې کړي دي.

ښاغلی بشیر د پاکستان په کابینه کې لومړنی وزیر دی چې د القاعده د مشر پر پتنځای یې د امریکایي ځواکونو د یرغل په تړاو علني څرګندونې کولې خو له دې سره سره یې د دغو عملیاتو د څرنګوالي او دا راز له یرغل نه وړاندې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د اوسېدو په اړه له مخامخ ځواب نه ډډه کوله.

د هغه ټینګار دا و چې پاکستان مخکې هم د ترهګرۍ خلاف جګړه کې مرسته کوله او له دې وروسته به هم مرسته کوي:

''زموږ هڅه د راتلونکې پر لور په کتو راټوله ده. د اسامه بن الادین کیسه نوره د تاریخ په خبره اوښتې او موږ ته پکار نه ده چې ځانونه د تېرې زمانې په تالاب کې ایسار کړو.''

د اسامه ژوند

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .