د اسامه په اړه پاکستاني پوځ خپله نېمګړتيا ومنله

پروېز کياني
Image caption موږ د پلټنو امر کړی چې ولې استخبارات د اسامه په موندلو کې پاتې راغلي .

په پاکستان کې پوځ په ښکاره ډول منلې په کوم ډول يې چې د اسامه بن لادن د ځای ځايګي په اړه معلومات را غونډول په هغه کې زياتې نيمګړتیاوې وې.

دا اعتراف د لوی درستيز جنرال اشفاق کياني په مشرۍ د پاکستان د قول اردوګانو د قومندانانو له غونډې وروسته را څرګند شوی دی.

پوځ په دې اړه د پلټنو امر کړی دی چې استخبارات يې ولې د اسامه بن لادن په ځای موندلو کې پاتې راغلي وو.

بل خوا د اسامه بن لادن پر استوګنځي د بريد په اړه له نويو را څرګندو شويو معلوماتو داسې برېښي، هغه څه چې په لومړيو کې سپينې ماڼۍ د عملياتو په اړه ويلي وو، يو له بل سره په ټکر کې دي.

امريکايي چارواکي اوس وايي چې يوازې يوه تن په امريکايي ځواکونو ډزې کړې وې چې د بريد په پيل کې ووژل شو.

تر دې وړاندې څرګندونو کې داسې ښوول شوې وه چې ګواکې د څلوېښتو دقيقو په دغو عملياتو کې د اوږد وخت لپاره ډزې تبادله شوې وې.

د هرې ورځې په تېرېدو سره د اسامه د ژوند او مړينې په اړه نور غېر عادي معلومات را دبره کيږي.

اوس د پاکستان يوه جګپوړي پوځي چارواکي ويلي چې د اسامه بن لادن مېرمنې د پلټنو پر مهال ورته ويلي چې مېړه يې په هغه خونه کې چې دی په کې ووژل شو، پنځه کاله تېر کړي او په دې پنځو کلونو کې ترې بهر نه دی راوتلی.

پوځي چارواکي د بن لادن د مېرمنې له قوله وايي چې د عملياتو پر مهال دا په پښه له لګېدو وروسته ټپي شوې وه ، او دا د اسامه ۱۲ کلنه لور وه چې پر ډزو يې د خپل پلار وژل کېدل ليدلي وو.

دا ډول نويو معلوماتو په ځانګړې توګه د پوځ له لوري دې اعتراف چې ګواکې اسامه له تېرو پنځو کلونو راهيسې هلته اوسېده خلک هک پک کړي دي.

Image caption د اسامه استوګنځی د پوځ له یوې اکاډمۍ سره نژدې پروت دی.

د اېبټ اباد په ښار کې يوه زده کوونکي اووېس اعوان وويل چې په دې خبر ورته باور کول ګران دي چې ګواکې پوځ به د اسامه بن لادن له موجوديت نه خبر نه وو:

(( که چېرته د اسامه بن لادن کورنۍ هلته اوسېدله، نو د پاکستان استخبارات به پرې هرومرو خبر وو . دا ځای چې د پاکستان له پوځي اکادمۍ سره جوخت پروت وو او پوځ دې پرې خبر نه وي؟ زه په دې باور نه لرم. موږ د اېبټ اباد اوسېدونکي يو او په خپل چاپېريال ښه پوهېږو.))

پر همدې مهال پوځ ويلي چې سعودي عربستان ته يې له دې ودانۍ څخه د سټلاېټ تيلفون څارلی وو چې په کې تيلفون کوونکي په عربي ژبه په مالي مسالو خبرې کړې وې او پوځ دا معلومات امريکایانو ته هم ورکړي وو.

پوځ دا ادعا هم کوي چې داسې شواهد لري چې القاعده په دوه ډلو وېشل شوې او يوازې د بن لادن شخصي پيسې د القاعدې لپاره کارول کېدې.

د پاکستان پوځي چارواکي دا هم وويل چې تر کلونو کلونو د دوی استخباراتي همکاري له پامه غورځول شوې ده.

خو نه يوازې په لوېديځ، بلکې پخپله په پاکستان کې هم د دې پېښې په اړه د هر ډول تازه معلوماتو له را دبره کېدو داسې بريښي چې د پاکستان پوځ، بل ګوزار خوري.

ورته مطالب