پنتاګان د اسامه وېدیوګانې خپرې کړې

اسامه
Image caption په یوه وېدیو کې چې د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر او نومبر میاشتو ترمنځ موده کې ډکه شوې، اسامه بن لادن سپنه پګړۍ پر سر کړې، ژبړه اوږده چپنه یې اغوستې او د مخکینیو ویناوو په څېر وینا کوي.

د امریکا دفاع وزارت 'پنتاګان' د القاعدې د مشر اسامه بن لادن هغه پنځه وېدیوګانې خپرې کړې، چې تر وژل کېدا مخکې یې ډکې کړې دي.

اسامه بن لادن د روانې مۍ پر لومړۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په ایبټ اباد کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو.

په یوه خپره شوې وېدیو کې اسامه د تلوېزیون پر پرده خپلې وېدیو ته ګوري، او امریکایانو ته د بریدونو خبرداری ورکوي.

پنتاګان په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پرمهال هم د بن لادن یوه وېدیو ښوولې ده.

په یوه وېدیو کې چې د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر او نومبر میاشتو ترمنځ موده کې ډکه شوې، اسامه بن لادن سپنه پګړۍ پر سر کړې، ژبړه اوږده چپنه یې اغوستې او د مخکینیو ویناوو په څېر وینا کوي.

دغه وېدیوګانې له غږ پرته خپرې شوې، خو د پنتاګان چارواکي وايي په وېدیو کې امریکایانو ته خطاب شوی دی.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال جوني دیمونډ وايي بن لادن په درو وېدیوګانو کې راڅرګند شوی، چې د پنتاګان د چارواکو په وینا د وېدیويي ویناوو تمرین کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په یوه بله وېدیو کې بن لادن د یوه عربي تلوېزیون له لورې خپله خپره شوې وېدیو ګوري.

په یوه بله وېدیو کې بن لادن د یوه عربي تلوېزیون له لورې خپله خپره شوې وېدیو ګوري.

خبریال زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې د بن لادن دغه انځوریزه وېدیوګانې له ۲۰۰۷ کال راهیسې ډکې شوې دي.

بل خوا، د امریکا د استخباراتو یوه جګپوړي چارواکي د تېرې شنبې پر ورځ وویل اسامه بن لادن لاهم ''د القاعدې فعال مشر و'' چې په ایبټ اباد کې یې له خپل کور څخه القاعدې شبکې ته لارښوونه کوله.

دغه چارواکي چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې، دا هم ویلي ''په دې وروستیو کې رادبره شویو اسنادو وښوده چې بن لادن لاهم د القاعدې فعال مشر و او القاعدې ته یې د خپلو تکتیکونو او ستراتیجۍ لارښوونه کوله.''

ورته مطالب