د ای اېس ای او سی ای اې مشران د اسامه پر سر خبرې کوي

ښاغلی شجاع
Image caption جنرال پاشا د ای اس ای لخوا د اسامه بن لادن د مخبر ابوعهد الکویتي په اړه له سي ای اې سره د معلوماتو د شریکولو په اړه هم خبرې وکړې چې د اسامه په معلومولو کې ګټورثابت شول.

د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال شجاع پاشا د امریکا متحدو ایالتونو ته سفرکړی چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د شته والي په اړه د پاکستان دریځ روښان کړي.

د رپوټونو له مخې د نوموړي د سفر هدف دا دی چې په امریکا کې د پاکستان په اړه شکونه پای ته ورسوي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشرجنرال اشفاق کیاني اسلام اباد ته نژدې په ایبت اباد کې د اسامه بن لادن د شته والي په اړه خپلې نیمګړتیا وې ومنلې.

ویل کېږي چې تردې وړاندې ښاغلي پاشا په اسلام اباد کې د امریکا د څارګرې ادارې (سي ای اې) له لوړپوړي چارواکي سره کتلي دي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې د پاکستان د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

جنرال پاشا د ای اس ای لخوا د اسامه بن لادن د مخبر ابوعهد الکویتي په اړه له سي ای اې سره د معلوماتو د شریکولو په اړه هم خبرې وکړې چې د اسامه په معلومولو کې ګټور ثابت شول.

امریکا که څه هم د اسامه بن لادن او پاکستاني استخباراتو ترمنځ د تړاو په اړه ثبوت ندی وړاندې کړي خو له پاکستانه د سپیبناوي غوښتنه کوي او پاکستان هم ځان سپیبن ثابتول غواړي.

امریکا له پاکستانه غواړي چې داسې څه ترسره کړي چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان وفاداري په ګوته کړي.

ځینې امریکایی چارواکي شک لري چې د پاکستان د استخباراتوځینې کسان په پاکستان کې د اسامه له شتوالي خبر وو. بل لورته د پاکستان دهوایی ځواکونو کوماندان د سي ای اې دا ادعا رد کړه چې ګواکې په ایبت اباد کې یې د اسامه د وژنې د عملیاتوپرمهال رادار سیستم درولی و. هغه زیاته کړه که دوی وغواړي د امریکا جاسوسي الوتکې هم په نښه کولی شي.

د انځور حقوق Reuters (audio)
Image caption د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د دفاع وزیر راربرټ ګېټس وایي په افغانستان کې به د اسامه تر وژنې وروسته لوبه بدله شي ښاغلي سعد وایي چې د امریکا په ګومان پاکستان کولای شي طالبان دې ته وهڅوي چې له امریکا سره خبروته کېني ځکه طالبان له القاعدې سره تړاو نه لري.

د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال سعد وایي له دې سره- سره چې امریکا دا ثبوت نه لري چې پاکستاني استخباراتو له اسامه سره اړیکي لرل، خو بیا هم د دواړو هېوادونو په استخباراتي اړیکو کې ستونزه رامنځ ته کېدلای شي.

د ده په ګومان د بې باورۍ له اوسني حالته وتل ګران دي خو پاکستان به هڅه وکړي له امریکا سره همکاري زیاته کړي او غوښتنې یې ومني.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د دفاع وزیر راربرټ ګېټس وایي په افغانستان کې به د اسامه تر وژنې وروسته لوبه بدله شي ښاغلي سعد وایي چې د امریکا په ګومان پاکستان کولای شي طالبان دې ته وهڅوي چې له امریکا سره خبروته کېني ځکه طالبان له القاعدې سره تړاو نه لري.

پاکستان کولای شي طالبانو ته د خبرو اترو په برخه کې قناعت ورکړي او یا هم فشار پرې واچوې، که څه هم دا به وخت ته اړتیا ولري خو امکان لري.

ورته مطالب