قدافي له دوو اوونيو وروسته را څرګند شو

‌ډګروال قدافي د انځور حقوق Getty
Image caption چارواکي وايي دا وېډيو د چهار شنبه پر ورځ په طرابلس کې ثبت شوې ده.

د لېبيا مشر ډګروال قدافي له دوو اوونيو وروسته د لومړي ځل لپاره په حکومتي تلوېزيون را څرګند شوی دی. په دغه وېډيو کې ډ‌ګروال قدافي له قبايلي مشرانو د ليدنې پر مهال ليدل کيږي.

د لېبيايي چارواکو په خبره دا وېډيو د چهار شنبه پر ورځ په پلازمېنه طرابلس کې ثبت شوې ده، خو په خپلواک ډول د دې پخلی نه دی شوی.

ياده دې وي چې تېره مياشت د اپرېل پر دېرشمه د ناټو په هوايي ځواکونو کې د ‌ډګروال قدافي کشری زوی او درې لمسیان يې وژل شوي وو او له هغه را وروسته ښاغلی قدافي په لومړي ځل په عام محضر کې را څرګنديږي.

پر همدې مهال لېبيايي ياغيان له مصراتا نه د هوايي ډګر پر لوري د ‌ډګروال قدافي د وفاداره ځواکونو د په شا کولو او د دغه هوايي ډګر د نيولو ادعاوې کوي.

عيني شاهدان وايي چې په سلګونو ياغيان د ښار په واټونو کې د قدافي د ځواکونو د شاته تمبولو له امله جشنونه لمانځي او پوځ له لوري پاتې شويو ټانکونو ته اور ورته کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لېبيايي ياغيان وايي دوی د مصراته ښار هوايي ډګر له حکومتي ځواکونو نه نيولی دی.

دوی وايي د پوځي کسانو جسدونه په کوڅو کې پراته دي او ياغيان جشنونه کوي. په دغه جګړه کې دولس ياغيان هم ټپيان شوي دي.

د يادولو ده چې په مصراته باندې له تېرو څو اوونيو راهيسې حکومتي ځواکونه بريدونه کوي ، خو د ښار زیاته برخه د ياغيانو تر کنټرول لاندې ده.

په بنغازي کې د یاغيانو وياند بي بي سي ته وويل چې د مصراته د هوايي ډګر له نيولو وروسته انقلابي ځواکونو د ښار کنټرول خپل کړی دی.

هغه وويل چې د پوځي ټانکونو له سوځولو سره سره له زياتو پوځيانو نه وسلې هم اخيستل شوي دي.

بل خوا د بشري حقونو ډلې او نورې يو شمېر ادارې وايي چې حکومتي ځواکونه د استوګنې پر سيمو کلسټر يا خوشه يي بمونه غورځوي.

ورته مطالب