”اسامه پر لوېديځ د نورو بريدونو تکل لاره”

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسامه په لاس لیکل شوي اسناد ښي چې نوموړی په دې لټه کې و چې پر امریکا د بریدونو لپاره نوې لارې پیدا کړي.

څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغه چې ځانګړو امریکايي ځواکونو د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه د هغه د ژوند او فعالیتونو په اړه نور معلومات او اسناد څرګندیږي.

استخباراتي افسران هغه ډیجیټل او په لاس لیکل شوي اسناد مطالعه کوي چې په ایبټ آباد کې له هغه کور نه ترلاسه شوي چې اسامه بن لادن پکې اوسیده.

له واشنګټنه د بي بي سي خبریال پال اډمس په دې هکله په خپل راپور کې وايي:

د دغو اسنادو ژباړه او تحلیل چې د اسامه بن لادن له کور نه ترلاسه شوي ښايي میاشتې او یا له هغه نه هم زیات وخت ونیسي، خو د هرې ورځې په تیریدو سره په امریکايي ورځپانو کې په دې هکله نوي مطالب خپریږي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه وروستې راپور کې ویل شوي چې د اسامه بن لادن په لاس لیکل شوې پاڼې او اسناد ښي چې نوموړی په دې لټه کې و چې پر امریکا د بریدونو لپاره نوې لارې پیدا کړي.

په دې اسنادو کې داسې وړاندیز هم شته چې وايي القاعده باید د یولسم سپتمبر له لسمې کلیزې سره هممهاله دبریدونو طرحه جوړه، او عملي کړي.

ورځپاڼه د استخباراتي چارواکو له قوله وايي دغه طرحه ښايي د القاعدې د هغو غړو له مخالفت سره مخامخه شوې وي چې د نړۍ په نورو برخو کې بریدونو ته لیوال دي.

خو امریکايي چارواکي وايي بن لادن خپلې شبکې ته مشخص نه، بلکې عمومي لارښونې کولې. د اسامه بن لادن له کوره ترلاسه شوي یو شمېر اسناد د بریتانیا په ګډون له ځینو هیوادونو سره شریک شوي دي.

خو په ترلاسه شویو اسنادو کې داسي سند نه شته چې د کومې مشخصې دسیسې وړاندیز وکړي.

په همدې حال کې د اسامه بن لادن د مړي عکسونه یو شمېر امریکايي چارواکو ته ښودل شوي دي.

امریکایی سناتور جیمز اینحاف یو له هغو لومړنیو سیاستوالو څخه دی چې د اسامه بن لادن د مړي عکسونه یې لیدلي دي.

نوموړی وايي دغه عکسونه ډیر بوږنونکي دي.

امریکايي چارواکي هم وايي چې دا عکسونه عامو خلکو ته ځکه نه شي ښودلي چې ډیر زړه ځورونکي دي.

اسامه بن لادن د مې د میاشتې په دويمه نیټه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.

بن لادن د عملياتو پر مهال په مخ او سینه ویشتل شوی او مړی یې په سمندر کې خښ کړای شوی.

ورته مطالب