امريکايانو د بن لادن له مېرمنو نه اختنې پوښتنې کړي دي

امل السعدة- د اسامه ښځه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امریکا وايي چې د اسامه له کونډو یې د پوښتنو پرمهال کوم مهم معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د امريکا متحده ايالتونه وايي پاکستان کې يې د اسامه بن لادن له درو مېرمنو سره خبرې کړي دي.

دغه مېرمن، د پاکستان په ایبټ اباد کې د امريکايي کوماندو له بريده چې بن لادن په کې ووژل شو، ژوندۍ پاتې شوې دي.

د پاکستاني چارواکو له موافقې وروسته، امريکايي چارواکو ته د ا شونې شوه چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن مېرمنو ته لاسرسي پيدا کړي او له هغوى نه اختنې پوښتنې وکړي.

د سپينې ماڼې وياند ددې پخلى وکړ، خو په دې اړه يې ډېر جزييات ورنه کړل.

امريکايان له لويه سره لېوال دي چې په ٢٠٠١ کال کې د بن لادن له بې درکه کېدو وروسته، د هغه د ژوند په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د بن لادن مېرمنې چې د مۍ پر دويمه د پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور د امريکا د ځانگړو ځواکونو په بريد کې ژوندۍ پاتې وې، پاکستانيانو بوتلې.

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د بن لادن کونډې به خپلو اصلي هېوادونو ته ستنې کړي چې يوه يې د يمن او دوه يې د سعودي عربستان ده.

خو شنونکي وايي دوى به د اسامه بن لادن د ژوند په اړه ډېر لږ معلومات وړاندې کړي.

د بن لادن يوې مېرمنې پاکستاني پلټونکو ته ويلي دي چې له اوو کلونو ډېر وخت يې په پاکستان کې ژوند کړى، بلې ويلي چې په ٢٠٠٦ کال له هغه يو کال وروسته ایبټ اباد ته ولاړه چې کور يې جوړ شو او ټول عمر د کور په دويم پوړ کې پاتې وه.

دارنگه دې دا هم ويلي وو چې د يوه مهال لپاره یې له بن لادن سره په لاهور کې هم ژوند کړى.

په ایبټ اباد کې د بن لادن پر کور له بريده وړاندې د هغه ځاى ځايگى نه وو معلوم.

نوموړى له هغه مهاله چې ٢٠٠١ کال په سپټمبر کې د ننگرهار ولايت د تورې بوړې په غرونو کې د افغان او امريکايي ځواکونو له عملیاتو وتښتيده، لادرکه وو .

ورته مطالب