پاکستان د ISI د مشر استعفا رد کړه

جنرال شجاع پاشا
Image caption جنرال شجاع پاشا وويل چې خپله استعفا يې وړاندې کړه چې وايي د پوځ د مشر له لوري رد شوه.

د پاکستان د استخباراتو د ادارې مشر جنرال احمد شجاع پاشا د اسامه بن لادن د وژنې په موخه د امريکا د ځانگړوځواکونو د بريد په تړاو له سختو پوښتنو سره له مخامخ کېدو وروسته له دندې د استعفا وړانديز وکړ ، خو پوځ يې استعفا رد کړه.

پاکستان کې هېڅکله هم داسې نه وو شوي چې د استخباراتو دادارې د مشر دې په دې ډول سپکاوى شوى وي.

نوموړي پارلمان ته ددې سپيناوى کاوه چې څنگه دى او اداره يې د بن لادن د کړو وړو پروړاندې پاتې راغلي وو .

خو لکه څنگه چې د پارلمان څو غړو بي بي سي ته وويل وروسته له هغه له ده سره لا بد چلن وشو چې د پارلمان غړو ته يې وويل د خپل يوه دښمن په توگه له ده سره چلن کوي.

جنرال شجاع پاشا وويل چې خپله استعفا يې وړاندې کړه چې وايي د پوځ د مشر له لوري رد شوه.

کله چې له ده دا ځانگړې پوښتنه وشوه چې څنگه اسامه بن لادن د اوږدې مودې لپاره پاکستان کې ژوند کاوه او دى ترې خبر نه وو، نو ده يې په ځواب کې وويل چې اوس ددې وخت نه دى چې دغه ډول پوښتنو ته ځواب ورکړل شي.

خو د ډېرو پاکستانيانو لپاره چې د پاکستان په خاوره کې د القاعدې د مشر د موندلو او د امريکايي ځواکونو په بريد کې د هغه د وژلو له کبله د سخت شرم احساس کوي، دا قانع کوونکى ځواب نه دى.

د پاکستان ځينې قهرېدلي مخالفين وايي دوى د استخباراتو مشر اړ کړ چې دا ووايي له دې وروسته به پوځيان نه، بلکې ملکي حکومت هېواد اداره کوي.

په داسې يوه هېواد کې چې پوځ او استخبارات ډېر پياوړي دي، دا ډېره نمايشي ښکاري.

ډېرى کتونکي به له دې کبله حيران وي چې په څومر ه کې به دا وکولاى شي چې قهرېدلي خلک ارام کړي او په رښتينې توگه به څومره بدلونونه راوستل شي.

ورته مطالب