پاکستان کې د الظواهري د شتون په اړه د امریکا اټکل

الظواهري
Image caption رویټرز دې انګیرنې ته هم اشاره کړې چې ښايي په مصر کې زیږېدلی د القاعدې دویم نمبر جګپوړی مشر ایمن الظواهري به د افغانستان او پاکستان پر پوله په قبایلي غرنیو سیمو کې پټ وي.

د امریکا په سنا کې د استخباراتو د جرګه ګۍ رییس مایک روجرز تمه ښودلې چې کېدای شي د القاعدې ډلې دویم جګپوړی مشر ایمن الظواهري هم پاکستان کې وي.

روجرز له 'سي بي اېس' امریکايي چینل سره د ''۶۰ دقیقه'' پروګرام په اوږدو کې ویلي د امریکا متحده ایالتونه پوهېږي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پرضد 'صادقانه' ګامونه نه اخلي.

ښاغلي روجرز پاکستان د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د امریکا یو ایتلافي ملګری بللی، خو وايي چې لا یې هم پروړاندې سخت خنډونه شته.

نوموړي دا تمه هم ښودلې چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدل به له پاکستان سره د ترهګرو په موندلو کې مرسته وکړي.

د القاعدې ډلې مشر او بنسټګر اسامه بن لادن نژدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان په شمالي ایبټ اباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د تېرې یکشنبې پر ورځ یوه معتبره امریکايي سناتور د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان پر ملګرتیا شک وښود.

سناتور جان کيري سیمې ته د خپل روان سفر په ترڅ کې په مزار شریف کې یوه خبري کنفرانس ته دا هم ویلي که چېرې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې وموندل شي، نو متحده ایالتونه به پرې له بریده مخ وانه ړوي.

ښاغلي کيري د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل دا مهال د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان د ملګرتیا په تړاو ګڼې پوښتنې ځواب ته اړتیا لري او اسلام اباد ته پکار ده چې د شته شکونو د لیرې کولو لپاره په دغه ملګرتیا کې خپل صداقت ثابت کړي:

''موږ یو داسې پاکستان غواړو چې په دغو هڅو کې زموږ ملګرتیا وکړي. یو داسې پاکستان چې د افغانستان د ګټو درناوی وکړي او د ترهګرۍ خلاف جګړه کې زموږ ریښتینی ملګری وبلل شي. زموږ په باور ډېر داسې څه شته چې د اوس پرتله په خورا ښه طریقه سرته رسېدای شي. دا ډول زموږ تر مینځه د اړیکو په اړه لاهم ګڼې پوښتنې ځواب ته اړتیا لري. البته موږ ددغو اړیکو د ختمولو پر لارو نه بلکې د هغو د رغولو پرلارو فکر کوو او دا یوه اړتیا ده. زما تکل همدا دی چې په راروانو دوه ورځو کې پر همدې موضوع کار وکړم.''

د انځور حقوق AP
Image caption د تېرې یکشنبې پر ورځ یوه معتبره امریکايي سناتور جان کیري د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان پر ملګرتیا شک ښودلی.

بل خوا امریکايي څېړونکو په پاکستان کې د اسامه بن لادن له درو کونډو سره خبرې کړې، خو په وینا یې کوم ګټور مالومات یې نه دي ترلاسه کړي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، واشنګټن د اسامه د تېرو کلونو په اړه د مالوماتو ترلاسه کولو ته لېواله دی، چې څرنګه د پاکستان په شمالي ایبټ اباد کې یې خوندي ژوند کاوه.

رویټرز دې انګیرنې ته هم اشاره کړې چې ښايي په مصر کې زیږېدلی د القاعدې دویم نمبر جګپوړی مشر ایمن الظواهري به د افغانستان او پاکستان پر پوله په قبایلي غرنیو سیمو کې پټ وي.

دا کټ مټ هماغه انګیرنه وه چې د اسامه بن لادن په اړه کېده.

ورته مطالب