کراچۍ: د وسله والو په ډزو د سعودي کونسلګرۍ عرب ساتونکی وژل شوی

په کراچۍ کې د سعودي کونسلګري د انځور حقوق k
Image caption یوه سعودي چارواکي اې ايف پي اژانس ته ویلي برید د کونسلګرۍ له ودانۍ څخه شاوخوا یو کیلومتر لیرې شوی دی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې ناپېژاندو وسله والو د سعودي عربستان د کونسل یو عرب ساتونکی په ډزو وژلی دی.

پاکستاني پولیس وايي، په کراچۍ ښار کې ددوشنبې پر ګهيځ د سعودي عربستان د کونسلګرۍ پر ګاډي وسله والو برید کړی، چې په نتيجه کې د حسن القحطاني په نامه د کونسلګرۍ یو عرب ساتونکی وژل شوی.

پولیس وايي څلور برید کوونکي پر دوو موټر سایکلونو سپاره ول چې تر برید وروسته تښتېدلي دي.

دوی وايي برید د شهباز څلور لارې ته څېرمه شوی دی، چې په څلورو ډزو کې یوه یې پر سر لګېدلې او درې نورې یې پر نور بدن لګېدلې دي.

پنځه ورځې وړاندې هم په کراچۍ کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته یو لاسي بم ورغورځول شوی و، خو څوک په کې نه وو خوږ شوي.

کراچۍ د پاکستان یو تر ټولو لوی سوداګریز ښار دی، چې وخت – ناوخت ترې د تاوتریخوالي او بریدونو خبر ورکول کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیس وايي پر موټر سایکلونو څلورو سپرو وسله والو پر سعودي دپلمات له دوو خواوو ډزې کړې دي.

په پاکستان کې د سعودي عربستان سفیر عبدالعزیز الغدیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي: ''موږ دا برید غندو، هېڅ مسلمان دا ډول برید نه کوي.''

خو نوموړي د پېښې په اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.

سرچینه زیاتوي وژل شوی کس له خپل کور څخه کونسلګرۍ ته په ګاډي کې سپور و او ګاډی یې پخپله چلاوه.

ورته مطالب