د پاکستان لومړی وزير وايي چين يې تر ټولو غوره ملګری دی

ګيلاني
Image caption له چين نه د لومړي وزير ګيلاني ليدنه له هغې چاپې مخکې پلان شوې وه

د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني چين ته په يو څلور ورځني سفر رسېدلی دی. ښاغلی ګيلاني په دغه سفر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټينګښت ۶۰ مې کليزې لمانځنه کوي.

له چين نه د لومړي وزير ګيلاني ليدنه له هغې چاپې مخکې پلان شوې وه، چې ځانګړيو امريکايي ځواکونو په کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه او د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکيو کې د يو نوي تاوتريخوالي لامل شوه.

خو کله چې ښاغلي ګيلاني خپل سفر پيلاوه، خبرې يې له وخت سره سمې وې. ده وويل چين د پاکستان ريښتی او تر ټولو غوره ملګری دی:

"دا چې يو ملګری وازمويوو، چې ګنې يو څوک ريښتينی ملګری دی او که نه، دا دې معنا لري چې اوس يې وخت دی او دا په دې معنا چې د کړکېچ پر وخت.

موږ د چين د رول قدرمني کوو. په ټولو ستونزمنو وختونو کې چين له پاکستان سره درېدلی دی. د همدې لپاره موږ چين يو رښتينی ملګری بولو، د زمانې ازمويل شوی او هم د هوا د ټولو حالتونو ملګری دی."

د بېجينګ او اسلام اباد ترمنځ ملګرتيا تل ټينګه ده، خو د ګرمښت دغه وروستۍ څرګندونې هم داسې ښکاري چې په وروستيو ورځو کې د چين له کلک ملاتړ نه د مننې په موخه غوره شوې وي.

د امريکا د چاپې په پايله کې پاکستان د واشنګټن له خوا تر زياتېدونکي فشار لاندې راغلی او دا تور پرې لګېدلی چې ګنې دوه ګونې لوبې کوي.

خو بيا هم چين خپل دريځ روان ساتلی او ويلي يې دي پر پاکستان پياوړی باور لري.

اسلام اباد ته د امريکايي سناتور جان کېري وروستی سفر دا په ډاګه کوله ګنې واشنګټن سره له دې چې بښنه نه غواړي، د دې زيار باسي چې له پاکستان سره خپلې اړيکې بېرته خپل حالت ته ستنې کړي.

Image caption د چين او پاکستان ترمنځ دوستي پخوانۍ ده.

اوسمهال دواړه هېوادونو يو بل ته خورا زياته اړتيا لري، او د هر بل بدلون له پېښېدو ډډه کوي.

خو د چين لپاره به د پاکستان او امريکا ترمنځ هر توپير اوبېلتون يو فرصت وي. اوس د پاکستان ملي وياړ زيانمن شوی دی.

اقتصاد يې لړزېدونکی دی، نو ځکه بهرنۍ پانګونې ته يې تنده، په تېره بيا بنسټيزه ابادۍ کې چې د چين ځانګړتيا ده، خورا په زياتېدو ده.

په جنوبي اسيا کې د بېجينګ اغېز په پياوړي ډول په وده کې دی، او دا چې امريکا له افغانستان نه په وتلو پيل کوي، د چين رول هلته هم کېدی شي پراخ شي. پاکستان له ډېر پخوا د چين يو ملګری و، خو اوسنی سياسي چاپېريال به دوی لا نور هم سره نژدې کړي.

ورته مطالب