امريکايي څرخکو ۲ پاکستاني پوځيان ټپيان کړي

Image caption چارواکي وايي امريکايي څرخي الوتکو له افغانستان نه د پاکستان امنيتي پوسته په نښه کړې ده.

په پاکستان کې چارواکي وايي چې له افغانستان سره پر پوله امريکايي توپ لرونکو څرخکو د پاکستان پر یوې امنيتي پوستې ډزې کړي او دوه تنه يې په کې ټپيان کړي دي.

ځايي چارواکو په سيمه کې د بی بي سی خبریال ته ويلي چې دغه پېښه د شمالي وزيرستان د دته خیلو په سيمه کې نن سهار شوې ده.

دغو چارواکو ويلی چې امريکايي څرخي الوتکو له افغانستان نه د پاکستان امنيتي پوسته په نښه کړې ده.

دوی وايي په دغه پېښه کې دواړه ټپي شوي امنيتي کسان مېرانشا ته استول شوي او په وينا يې د يوه حالت په کې د اندېښنې وړ دی.

دا په روانه مېاشت کې د شمالي وزيرستان د دته خېلو په سيمه کې د خپل ډول دويمه پېښه ده. له دې وړاندې پر دغه سیمه له افغانستان نه توغندي توغول شوي وو چې په پايله کې يې درې ځايي استوګن وژل شوي وو.

د پاکستان او افغانستان تر منځ پر پوله له تېرې څه مودې راهيسې يو پر بل د ډزو او وړو بريدونو په پېښو کې زياتوالی ليدل کيږی، خو د دغو پېښو په اړه نه افغانستان او نه هم پاکستان جدي غبرګون ښوولی.

پاکستان په وار وار له امريکا غوښتي چې په پاکستان کې د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي، خو امريکا وايي چې په پاکستان کې د وسله والو اورپکو د له منځه وړلو لپاره دا ډول بريدونه ګټور دي.

ورته مطالب