”داسې شواهد نه شته چې پاکستان دې پر اسامه خبر وو“

رابرټ ګېټس د انځور حقوق Other
Image caption ښاغلی ګېټس وايي مطمين دی چې په پاکستان به داسې څوک وو چې پر اسامه خبر وو.

د امريکا د دفاع وزير ويلي دي چې تر اوسه داسې اسناد او شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د دې خبرې د سپيناوي اشاره وکړي چې پاکستان ته دا معلومه وه چې اسامه بن لادن په پاکستان کې غلی شوی دی.

خو د دفاع وزير رابرټ ګېټس وويل باوري دی چې په پاکستان کې به داسې څوک وو چې هغه په پاکستان کې د القاعدې د مشر د شتون په اړه خبر درلود.

بل پلو د امريکايي پوځ تر ټولو ستر مشر اميرالبحر مايک ميولن ويلي دي چې ښايي د دې په معلومولو کې چې ايا اسامه د پاکستانیانو په حفاظت کې وو، څه وخت ولګیږي.

د امريکا د پارلمان له مخ په زیاتيدونکي فشار سره سره دواړو مشرانو پر پاکستان د مرستو له بندولو سره سخت مخالفت کړی دی.

د چارشنبې پر ورځ په پنټاګان کې يوه ګډ خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال د امريکې د دفاع وزير رابرټ ګېټس او د پوځ مشر اېډمېرل مايک ميولن وويل امريکا ته له پاکستان سره ملګرتیا په کار ده او پاکستان ته د مرستو لړۍ بايد همداسې دوام وکړي.

دوی دا هم وويل چې پاکستان دې هم له افغانستان سره پر پوله په خپله غاړه کې د تندلارو د پټنځايونو د له منځه وړلو په برخه کې لاس په کار شي.

رابرټ ګېټس وويل که څه هم فکر کوي چې په پاکستان کې به يو چا ته دا پته وه چې اسامه په دغه هېواد کې پټ شوی دی ، خو په وينا يې تر اوسه يې داسې څه لاسوندونه او بېلګې نه دي ليدلي چې ترې جوته شي د امريکا له بريده وړاندې دې د پاکستان مشرتابه د اسامه د شتون په اړه معلومات لرل.

پر پنټاګان باندې د امريکا د ولسي جرګې له لوري زيات فشار دی چې آيا د اسامه په اړه د پاکستان مشرتابه ته معلومات وو، که څنګه؟

د امريکا څارګره اداره لا هم په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کوره د تر لاسه شويو اسنادو ، د کمپيوټرونو د هارډ ډرايوونو او نورو موادو څېړنه کوي چې د دې په اړ بشپړ معلومات تر لاسه کړي چې د اسامه په اړه په پاکستان کې څوک خبر وو، که نه.

اميرالبحر مايک ميولن وويل چې پاکستان ته له خبرتيا ورکولو پرته په پاکستان کې عملياتو د دغه هېواد اعتبار ته زیان رسولی دی.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني د اېبټ اباد د عملياتو په اړه امريکايي سناتور جان کيري د پاکستاني پوځ د جذباتو په اړه خبر کړ.

تر دې وړاندې سناتور جان کيري ويلي وو چې د امريکا او پاکستان اړيکې دا وخت په ډېر نازک حالت کې دي.

ورته مطالب