اوباما: په منځني ختيځ کې دیموکراتیک بدلون د امریکا تګلاره ده

اوباما د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر بارک اوباما وويل اصلاحات او ديموکراسي اوس د منځني ختيځ په تړاو د متحدو ايالتونو د تگلارو په سر سر کې ځاى لري.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د منځني ختيځ په اړه خپله مهمه وينا کې ډېر ټينگار د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د سولې په اړتيا وکړ . خو هغه له شمالي افريقا نيولې په اسيا کې تر ايران پورې په سيمه کې په وروستيو شپږو مياشتو کې ټولو پرمختياوو ته يو په يو اشاره وکړه .

ولسمشر اوباما وويل چې د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د لسيزو شخړې په سيمه يو ډول سيورى غوړولى.

هغه په خپله لويه وينا کې وويل يو فلسطيني دولت بايد د اسراييلو او عربو ترمنځ په ١٩٦٧ کال کې له جگړې د مخه پولو پر اساس رامنځ ته شي.

خو د ولسمشر اوباما دا څرگندونې چې فلسطيني دولت بايد د څلور لسيزو مخه پولې بايد ولري د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو لخوا رد شوې.

هغه چې واشنگټن ته نن رسېدونکى دى وويل چې حکومت به هېڅکله هغو پولو ته ور ونه گرځي.

خو د فلسطين ولسمشر محمود عباس د ولسمشر اوباما د نويو څرگندونو هر کلى کړى، او په فلسطين کې د حماس ډلې ويلي چې داسې کلکو گامونو ته اړتيا ده چې د فلسطينيانو حقونه خوندي کړي نه د هغوى په خبره د متحدو ايالتونو د ولسمشر لخوا هسې خوشي شعارونه.

ولسمشر بارک اوباما وويل په عربي نړۍ کې د وروستيو پاڅونونو او گډوډيو په راتگ سره د امريکا په ډيپلوماسۍ کې يو نوى باب پرانيستل شو او هغه دا چې واشنگټن د هغو عادي خلکو په خوا ولاړ دي چې سوله ييز پاڅون کوي.

په دې لړ کې هغه د سوريې د واکمن ولسمشر بشار الاسد پرضد تونده لهجه وکاروله ا و ويې ويل چې ښاغلى اسد دوه انتخابه لري، يادې د سياسي انتقال د بهير د چارو مشري وکړي او يا دې له لارې ليرې شي:

''د سوريې حکومت بايد د لاريون کوونکو پر ضد ډزې ودروي او سوله ييزو لاريونونو ته دې اجازه ورکړي. او بايد سياسي بنديان خوشي کړي او نا عادلانه نيونې دې ودروي. دوى بايد د بشري حقونو څارونکو ته اجازه ورکړي چې د درعا په څېر ښارونو ته لاس رسی ومومي او د ديموکراتيک انتقالي بهير د پر مختيا لپاره دې جدي خبرې اترې پيل کړي. که نه ولسمشر بشار الاسد او د هغه رژيم ننگېدنه به له دننه دوام ومومي او په بهر کې به هم هغوى لا منزوي شي.''

ولسمشر بارک اوباما وويل اصلاحات او ديموکراسي اوس د منځني ختيځ په تړاو د متحدو ايالتونو د تگلارو په سر سر کې ځاى لري.

هغه وويل د امريکا د زړو گټو ، امنيت او د ترهگرۍ ضد جگړه کې به بدلون نه راځي، خو ويې ويل چې ټوله ستراتيژي به يوازې پر همدغو نازکوموخو نه وي ولاړه هغه د بدلون را تلل رد نه کړل.

خو د بحرين په تړاو ښاغلي اوباما وويل چې حکومت بايد د هېواد په راتلونکي کې د مخالفو ډلو گډون ته اجازه ورکړي. او ويې ويلي چې په لويه کچه نيونې او د ځواک کارونه به کار ورنه کړي.

ولسمشر اوباما د منځني ختيځ په اړه د متحدو ايالتونو پاليسي په داسې حال کې طرحه او وړاندې کړه چې په سيمه کې په دې وروستيو مياشتو کې ولسي پا څونونه را پورته شوي.

هغه هغو پاڅون کوونکو ته چې په سوله ييز ډول د بدلونونو غوښتونکي دي په خطاب کې وويل چې دى ور سره دى.

د ښاغلي اوباما ډېر ټينگار دا وو چې د اوس يې مهم لومړيتوب دادى چې په منځني ختيځ کې سياسي او اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ وکړي او ويې ويل چې دوى به په تونس او مصر کې د بيان د ازادۍ او دغلته له اقتصادي غوړېدا ملاتړ سره مرسته وکړي.

ښاغلي اوباما دارنگه خبرداری ورکړ چې په ډېرو هېوادونو کې د بدلون غوښتنې غږونو سره له تاوتريخوالي ډک چلند شوى، خو هغه وويل دا اړينه ده چې ډگروال قذافي بايد واک نور په لېبيا کې خوشی کړي. او ويې ويل که بشار الاسد هم په ديموکراتيکه توگه د انتقال بهير پيل نه کړي له ورته برخليک سره به مخامخ شي.

خو د امريکا ولسمشر په روښانه ونه ويل چې ولې په سيمه کې د هر هېواد په اړه د هغه پاليسي توپير لري.

ورته مطالب