پاکستان کې د ناټو د تېلي ټانکر چاودنې ۱۶ کسان ووژل

چاودلی ټانکر
Image caption ټانکر هغه مهال چاودلی، چې خلکو پرې د تېلو د ترلاسه کولو په تمه ورټول شوي ول.

د پاکستان په شمال لوېديځ کې د ناټو یو تېلي ټانکر چاودلې، چې له کبله یې د پاکستاني پولیسو په وینا لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني پولیسو ویلي، ټانکر د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې تېره شپه د یوه بم له کبله چاودلی دی.

دغه ټانکر په افغانستان کې مېشتو ناټو ځوکونو ته تېل لېږدول.

پولیس وايي خلک پر یوه ټانکر ورټول شوي ول، چې تېل ترې ترلاسه کړي، چې له څنګ سره یې یو بل ټانکر وچاودېده.

تورخم ته څېرمه په یوه بل برید کې د ناټو ۱۴ نور تېلي ټانکرونه هم له منځه تللي دي.

خو په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

له پاکستان څخه په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته له همدې لارې ځینې اکمالاتي توکي راځي، چې تر دې وړاندې هم ځو ځلې د وسله والو له خوا پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه شوي.

په لنډي کوتل کې یوه ځايي چارواکي شریف الله وزیر ویلي، دغه ټانکر نن سهار وختي په یوه لاسي بم ویشتل شوی، چې له کبله یې اور اخیستی او چاودلی دی.

نوموړي اې ايف پي خبري اژانس ته ویلي:

''دغه تیلي ټانکر وروسته له هغه اور اخیستی، چې یو ګرنېټ وراچول شوی دی. له نژدې سیمو خلک د تېلو د راوړلو لپاره ورغلي چې ورڅېرمه ټانکر اور اخیستی دی.''

''په ناڅاپي توګه اور تازه شوی چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې ۱۵ کسان وژلي.''

په تورخم کې یوه بل چارواکي اقبال خټک ویلي داسې ښکاري چې دغه ټانکر له لیرې په کنټرولېدونکي بم الوځول شوی.

تر دې مهاله ددې پېښې پړه هېچا پرغاړه نه ده اخیستې، خو د روانۍ مۍ پر دویمه د القاعده مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته پاکستاني طالبانو د بریدونو ګواښ کړی و.

د پاکستان په تازه مرګونو پېښو کې یوه هم ددغه هېواد په شمال لوېديځ کې دوه ځانمرګي بریدونه ول، چې تر ۸۰ ډېر کسان په کې ووژل شول.

ورته مطالب