پاکستان کې د ۵ بهرنیانو د وژل کېدا پلټڼه کېږي

پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption وېډيو ښيي چې يوې مېرمنې لاس پورته نيولې او داسې ښکاري چې د تسلېمدو اشاره ورکوي او يا د مرستې غوښتنه لري.

په پاکستان کې چارواکو دامنيتي ځواکونو له خوا د درو مېرمنو په گډون د پنځو وژل شويو بهرنيانو د پلټنو لارښوونه کړې ده.

په پيل کې چارواکو اداعا کړې وه چې دغه پنځه کسان د القاعدې په ډلې پورې تړلي چيچنيايي ځانمرگي بريد کوونکي وو.

خو اوس دا معلومه شوې چې دوى بې وسلې کسان وو او يوه مېرمنه يې ميندواره هم وه.

اوس د سيمه ييزو پوليسو مشر وايي چې دغو پنځو کسانو له ځانه سره لاسي بمونه لرل.

د کوټې په ښار کې د امنيتي ځواکونو د يوې پوستې مخې ته ددغې وژنې پېښه د يوې کمرې لخوا ثبت شوې.

دوه ټپي شوې مېرمنې ښوول کېږي چې پرځمکه پرتې دي او يوه او بل ته يې لاسونه ورکړي او داسې ښکاري چې غوښتل يې يوه او بل ته ډاډ ورکړي.

وېډيو ښيي چې يوې مېرمنې لاس پورته نيولې او داسې ښکاري چې د تسلېمدو اشاره ورکوي او يا د مرستې غوښتنه لري.

خو امنيتي ځواکونو د ټوپکو په ډزو سره ځواب ورکوي.

هېڅ يو يې ژوندى پاتې نه شو.

د بشري حقونو فعالين وايي ډېر لږ داسې شوي چې امنيتي ځواکونو سره د غير قانوني وژنوله کبله حساب کتاب دې شوى وي.

نور حال له کوټې څخه زموږ د همکار ايوب ترين په رپوټ کې.

د بلوچستان اعلی وزیر نواب اسلم رساني د بلوچستان سترې محکمې ته وروسته له هغه چې د روامۍ مۍ پر ۱۷مه نېټه خبري رسنیو د هغو پنځو چیچنیایانو د وژل کېدو خبر ورکړل، چې د پاکستاني پوځيانو په ډزو وژل شوي ول.

اعلی وزیر ددې پېښې د پلټنې لپاره یو کمېسیون هم جوړ کړی، چې د لسو ورځو د ننه به خپل بشپړ رپوټ وړاندې کوي.

ددې پېښې په لومړي غبرګون کې د کوټې ښارانو له غوسې ډک غبرګون ښودلی او لاریون یې کړی دی.

دوی وايي ''دا خلک تړل شوي، پیسې په زور ترې اخیستل شوې، له دوی سره هېڅ ډول وسله نه وه، خلکو ورته وویل چې پولیسو ته ورشۍ، چې خلاص مو کړي، خو پولیس ترې راتاو شول او ډزې یې پرې وکړې. ''

ویل کېږي چې دغه چیچنيايي وګړي دوه کاله وړاندې د ایران له لارې پاکستان ته تللي ول، چې له قبایلي سيمو د کوټې پر لور روان ول.

پولیس وايي چې ددوی د وېزو وخت هم تېر شوی و.

ورته مطالب