له بي بي سي سره د اوباما ځانګړې مرکه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
اوباما له بي بي سي سره په مرکه کې د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي اوباما ټينگار وکړ، چې خبرو اترو کې د شاملېدو لپاره طالبان بايد له القاعدې سره پرېکون وکړي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل دى تیار دى چې په پاکستان کې د القاعده او یا لوړپوړو طالب مشرانو پرضد نور پټ عملیات ترسره کړي.

نوموړي د بي بي سي له اندرومار سره په مرکه کې وویل، په داسې حال کې چې امریکا د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوى کوي، خو دده دنده ده چې امریکا خوندي وي.

ښاغلي اوباما دا ومنله چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانوسره خبرې اترې اړینې دي.

د اسلام اباد په ۱۰۰ کيلومترۍ په ايبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن پر کور بريد او د هغه وژل، د واشنگټن او اسلام اباد ترمنځ باور له منځه يووړ .

خو بارک اوباما وايي که هدف يقيني شي، نو چمتو دى چې پاکستان کې بيا دغه ډول يو بريد ترسره کړي.

د اندريو مار ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پرضد به د ورته بريد امر ورکړي، وويل:

"پاکستانيانو ته زما خبره تل روښانه ده او زما حکومت لومړنى نه دى چې دا خبره کوي. زموږ دنده دا ده چې امريکا خوندې کړو، او موږ چاته اجازه نه شو ورکولاى چې زموږ د خلکو او يا زموږ د متحدينو د وژلو پلان جوړ کړي او موږ لاس ترزنې نه شو کيناستى چې دا ډول پلانونه عملي شي ."

خو د ملا محمد عمر پر وړاندې گام اوچتولو ته د چمتووالي د ښوولو ترڅنگ، ښاغلي اوباما افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې پراخې جگړې په تړاو يو توپيري دريځ هم وښود .

هغه وويل، د امريکا له دښمنانانو سره خبرې اترې به د هر ډول سياسي جوړجاړي يوه برخه وي.

ښاغلي اوباما له افغان طالبانو سره د خبرو په تړاو د اندريو مار د پوښتنې په ځواب کې وويل:

"هغه څه چې موږ کولاى شو دا دي چې موږ بايد له هغو هڅو نه چې په پوځي برخه کې شوي، د سياسي جوړجاړي لپاره کار واخلو. خو جوړجاړي کې بايد د افغانستان د اساسي قانون دا غوښتنې په پام کې ونيولای شي چې ټاکنې ازادې او عادلانه پاتې شي او د ښځو د حقونو په گډون د بشري حقونو در ناوى وشي.

په دې برخه کې به موږ ډېره لوړ نتيجه ونه ولرو، خو زه فکر کوم چې د انتقال په دې پړاو کې موږ بايد داسې يوه ټکي ته ورسېږو، چې سياسي جوړجاړى په کې ممکن وي. خو دغه جوړجاړى بايد زموږ له ارزښتونو او هغو لاملونو سره سمون ولري، هغه چې پر بنسټ یې موږ هلته ورغلي يو. خو په پاى کې دا له طالبانو سره د خبرو اترو په مانا ده."

خو ښاغلي اوباما ټينگار وکړ، چې خبرو اترو کې د شاملېدو لپاره طالبان بايد له القاعدې سره پرېکون وکړي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

خو ښاغلي اوباما په دې اړه څه ونه ويل چې ايا وار دمخه په دې اړه خبرې پيل شوي دي؟

ورته مطالب