اوباما اسراييلو ته د خونديتوب ډاډ ورکړ

اوباما او نتنیایو
Image caption د ښاغلي اوباما د خبرو اصلي ماهيت هماغه مخکنى پاتې دى، خو اضافي څرگندونې يې د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتان ياهو وستايلې او ويې ويل چې په سوله کې ځان د ښاغلي اوباما شريک بولي.

ولسمشر اوباما په امريکا کې يوې اسراييل پلوې ډلې – آيپک ته په وينا کې يو ځلې بيا خپله دا غوښتنه غبرگه کړه چې د اسراييلو او راتلونکي فلسطيني دولت پولې دې د ١٩٦٧ کال د ليکو له مخې وټاکل شي. خو خپلې دا خبرې يې د نويو جزيياتو په ورکولو سره لا روښانه کړې.

د ولسمشر اوباما دا وينا د اسراييلو د قهرېدلي صدراعظم له خوا رد شوې چې ويل يې په دې سره به د اسراييلو دفاع گرانه شي.

بارک اوباما د خپلې وينا لومړۍ نيمايي د اسراييلو د خوندتيوب ژمنې او د هغو ننگونو څېړنې ته بېله کړه چې اسراييل ورسره مخامخ دي.

هغه وويل چې د اسراييلو شتوالى هغه څه نه دي چې خبرې پرې وشي. دې ټکو ته يې ډېر لاسونه په مينه وپړکېدل. وروسته بلې- لا ناندره ييزې مسالې ته ورتېر شو.

يو ځل بيا يې وويل چې د اسراييلو او فلسطين پولې دې د ١٩٦٧ کال پر ليکو راجوړې شي چې دواړه خواوې په کې يو بل ته د ځمکو د ورکولو موافقه وکړي.

ښاغلي اوباما وويل – دى- يوازې هغه څه په ډاگه کول غواړي چې لا دمخه په خصوصي ډول منل شوي دي.

د امريکا ولسمشر وويل چې خبرې يې ناسمې تفسير شوي او پخپله د "دواړو لورو له خوا يو بل ته د ځمکو د ورکړې د موافقې" ټکي دا مانا لري چې د اسراييلو او فلسطين پولې به له هغه څه نه چې تر ١٩٦٧ کال دمخه وې، توپير ولري.

د ښاغلي اوباما د خبرو اصلي ماهيت هماغه مخکنى پاتې دى، خو اضافي څرگندونې يې د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتان ياهو وستايلې او ويې ويل چې په سوله کې ځان د ښاغلي اوباما شريک بولي.

اسراييل پلوې – آيپېک ډلې هم وويل پر دې خوښه ده چې امريکايي ولسمشر په روښانه ټکو کې ټينگار وکړ چې له اسراييلو څخه دا غوښتنه نشته چې بېرته د ١٩٦٧ کال پولو ته په څټ وگرځي.

ورته مطالب