پاکستان: پر پوځي اډه د اورپکو برید ۱۳ پوځيان ووژل

پاکستاني اورپکو د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې پر یوه پوځي اډه برید کړی، چې په ترڅ کې یې دوې الوتکې ویجاړې کړې او ۱۱ کسان یې وژلي او د یو شمېر چینايي افسرانو ‎ په ګډون یې یو شمېر نور یرغمل کړي دي.

جګړه تېره شپه پیل شوې، چې پوره نهه ساعته یې دوام کړی دی.

په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو پر اډې د طالبانو په برید کې ۱۱سمندري او دوه ځمکني پوځيان وژل شوي، عملیات پای ته رسېدلي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه تن ویاند محمد یاسر ویلي، برید کوونکو - چې شمې یې د ۱۰ او ۱۵ ترمنځ اټکل شوی – دا مهال په اډه کې کلابند شوي، خو لاهم جګړه او ډزې روانې دي.

د وسله والو له دغه برید سره د ښاغلي یاسر په وینا، چاودنې هم شوې، خو سخت امنيتي تدابیر نیول شوي ول.

نوموړی وايي چاودنې د وسله والو د لاسي بمونو په مټ رامنځ ته شوې، چې د امنيتي ځواکونو مخې ته یې ورغورځولي دي.

بل خوا، پاکستاني طالبانو ددغه برید پړه منلې او د ویاند احسان الله احسان له خولې یې ویل شوي چې دا برید ددووی په وسلو سمبالو کسانو کړی دی.

ښاغلي احسان رویټرز خبري اژانس ته ویلي: ''یو شمېر وسله والو برید کړی، چې دوی په وسلو او بمونو سمبال ول. ''

اټکل دی چې پنځه برید کوونکي وژل شوي دي.

احسان الله احسان دا هم ویلي دا برید یې په ایبټ اباد کې د روانې میاشتې په لومړیو کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدا په غچ اخیستو کې کړی دی.

وړاندې پاکستاني طالبانو ګواښ کړی و، چې ارومرو به پر امریکا او پاکستان په بریدونو سره د اسامه د وژل کېدا غچ اخلي.

پوځي سرچینې وايي، د وسله والو په دغه برید کې د پوځ دوې چورلکې هم ویجاړې شوې دي.

کراچۍ

برید د شپې مهال شوی، چې لاهم دوام لري .

د پاکستاني سمندري ځواکونو ویاند قومندان سلمان علي ویلي، تراوسه په دغو بریدونو کې د سمندري ځواکونو څلور پوځيان وژل شوي، او پنځم هغه یې د نیمه پوځي ځواکونو سرتېری دی.

نوموړی وايي، وسله والو دوې الوتکې الوځولې دي.

رویټرز خبري اژانس د ښاغلي علي له خولې ویلي، بریدګر په وسلو سمبال ول، چې په وینا یې ''له دوی سره لاسي بمونه، او ار پي جي راکټ لانچر هم ول، چې کېدای شي الوتکې یې په راکټ ویشتلې وي. ''

په دغه برید کې تر دې مهاله ټول ټال ۱۱ کسان وژل شوي.

د کراچۍ د سمندري ځواکونو دغه اډه تر ډېره خونډي ځای و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ویلي ''برید کوونکي لاهم پر یوې ودانۍ واکمن دي، او زموږ له ځواکونو سره مخامخ نښته کوي.''

پاکستان قرباني شوی

نوموړی زیاتوي: ''ډزې روانې دي، ترهګرو یوه ودانۍ نیولې ده، موږ په سیمه کې عملیات پیلوو، دا د پاکستان پرضد یو ترهګر عمل دی، مخکې هم طالبانو او القاعدې اعلان کړی و چې د پاکستان پر لویو او پوځي تاسیساتو به بریدونه کوي. زه وایم چې پاکستان په جګړه کې ښکېل دی، پاکستان قرباني شوی او زموږ جګړه به د ترهګرو تر ختمولو پورې دوام ومومي. ''

له دغې اډې څخه د برید له کبله اسمان ته لوګی پورته کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .