لبنان یو شیعه ملا اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیولی

سید محمد علي حسيني
Image caption سید محمد علي حسيني پر حزب الله او ایران په کلکو نیوکو شهرت لري.

د لبنان پوځ په دغه هېواد کې د محمد علي حسیني په نامه د شیعه ګانو یو ملا د صور ښار په سوېل کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې، په لبنان کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور لسګونه کسان تر نیول کېدا وروسته محاکمه شوي.

سید محمد علي حسیني د لبنان پر حزب الله ډلې او ایران په نیوکو شهرت لري.

نوموړي د حزب الله پروړاندې چې خپل ځان د ''اسلامي مقاومت'' سرښندویانو مشر بولي، ویلي د اسراییلو پرضد یې د اسلامي عربي مقاومت یوه ډله جوړه کړې چې شاوخوا ۱۵۰۰ غړي لري.

د اسلامي عربي مقاومت ډله د ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې پر اسراییلي خاورې د کاتیوشا توغندیو د توغولو پړه پرغاړه واخیسته، چې پر نښه نه وو ورسیخ شوي، خو زیان یې اړولی و.

بیا څه وخت وروسته محمد حسيني د خپلې ډلې د فعالیت د درولو امر یې کړی دی.

سید محمد علي حسيني پر ایراني حکومتهم کلکې نیوکې کوي او په دې وروستیو کې یې د ایران ضد دريځ لاپسې سخت شوی دی.

هغه دوه اوونۍ وړاندې د جمعې د لمانځه په خطبه کې د ایراني حکومت د نسکورولو غوښتنه کړې وه.

دغه شیعه ملا د لبنان د بقاع درې اوسېدونکی دی چې دا مهال ددغه هېواد د جنوبي صور ښار په شاوخوا کې اوسېږي.

په داسې حال کې چې په لبنان کې د اسراییلو د جاسوسي شبکې له تېرېدا دوه کاله تېرېږي، دا لومړی ځل دی چې یو شیعه ملا اسراییل ته په جاسوسي تورنېږي.

یو بل لبناني شیعه ملا شیخ حسن مشیمش چې د حزب الله او ایران سرسخته مخالف و، تېر کال په سوریه کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

ورته مطالب