بشري ډلې د سوريې وژل شوي زر تنه ښيي

سوریه د انځور حقوق AP
Image caption دغه راز چمتووالى روان دى چې دا جمعه يو ځل بيا پر هر لور د لويو اعتراضونو په ورځ واړول شي.

په سوريه کې د بشري حقونو يوې لويې ټولنې ويلي چې د مارچ په نيمايي کې د ولسي پاڅون تر پيل راهيسې په دغه هيواد کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

لاهم د کړکېچ د پايته رسېدو نښې نه برېښي او دمشق يو ځل بيا هغو نويو بنديزو ته قهرجن غبرگون ښودلى چې اروپايي ټولنې پر ولسمشر بشارالاسد او د هغه پر نژدې ملگرو لگولي دي.

لس مياشتې دمخه د بغاوت تر پيل راهيسې د وژل شويو د شمېرې په اړه اټکلونه جلا جلا دي. خو د بشري حقونو ملي ټولنه اوس وايي چې د مرگ تر زرو ډېرې پېښې يې ثبت کړې دي.

د زرگونو نورو د ټپي کېدو وينا شوې او تر لسو زرو پورې يا نيول شوي او يا ورک دي. د هيواد د گوټ گوټ له ډېرو ښارونو او سيمو نه لا هم د اعتراضي غونډو او يادونو خبرونه راځي چې ځينې يې د شپې له خوا وي.

دغه راز چمتووالى روان دى چې دا جمعه يو ځل بيا پر هر لور د لويو اعتراضونو په ورځ واړول شي.

د سوريې دولتي رسنۍ تر څه ځنډ وروسته بيا د سوځېدلو ودانيو او گاډو تصويرونه ښيي چې ويل کېږي د هيواد په ډېرو برخو کې د تېرې اوونۍ د مظاهرو پر مهال له منځه وړل شويدي.

دوى دا اعتراضونه د وسله والو ترهگرو او ورانکارو د کړنو په توگه انځوروي، نه د سوله ناکو ولسي وگړو په څېر چې د اعتراضيانو د خپل ټينگار له مخې يې غوښتنه يوازې آزادي او ولسواکي ده.

له بهر نه راغلى فشار په ډېرېدو دى، خو رژيم هڅه کوي هغه هم د ځان په گټه وکاروي. د ولسمشر اوباما نيوکې او د اروپايي ټولنې بنديزونه – دواړه د سوريې ملتپالي دريځ ته د زيان اړولو د يوې هڅې په توگه رد شوي چې گټه يې اسراييلو ته رسېږي.

چارواکي لا هم د اصلاحاتو پر طرحه د يوه "پراخ ملي ډيالوگ" د پيلولو وينا کوي.

اټکل و چې هغه تېره اوونۍ پيل شي، خو لا تر اوسه يې نښه نشته او دا هم روښانه نده چې رژيم له چا سره خبرې غواړي.

ورته مطالب