لېبيايي چارواکو د اوربند د نېټې غوښتنه کړې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نوموړي داسې اشاره هم ورکړه چې حکومت ښايي له یاغیانو سره خبرو ته چمتو شي.

د لېبیا صدراعظم بغدادي المحمودي وايي حکومت یې چمتو دی چې له افریقايي اتحادیې او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ کې د اوربند لپاره یوه نېټه وټاکي.

نوموړي داسې اشاره هم ورکړه چې حکومت ښايي له یاغیانو سره خبرو ته چمتو شي.

خو نوموړي وویل دا هرڅه به وروسته له هغه وشي چې اول ناټو خپل پوځي عملیات ودروي او لویدیځ خپله هغه غوښتنه ونه کړي چې وايي ډګروال قذافي دې له واکه لرې شي.

د لېبیا حکومت مخکې هم دېته ورته کوچني اقدامات کړي وو او د ولسمشر بارک اوباما ادارې وار دمخه د لېبیا د حکومت اوسني اقدامات هم رد کړي او وايي چې خبرې نه، عمل غواړي.

له څه باندې دوه میاشتو راهیسې په لیبیا کې د ناټو له هوايي بریدونو او له نړیوالې ټولنې څخه تر لرې کیدو وروسته داسې ښکاري چې د لېبیا پر حکومت فشار دومره زیات شوی چې په خپله یې وايي.

خو کله چې د لیبیا له صدراعظم نه پوښتنه وشوه چې نور رعایت به هم وکړي او که څنګه هغه په ځواب کې وویل نه نور رعایت به ونه شي.

ورته مطالب