د اورپکو پرضد د پاکستان جګړه باید کمه ونه ګڼل شي

پروېز مشرف د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي مشرف په وینا پاکستان اړتیا لري چې دا خبره تشریح کړي چې ولي د هیواد په ځینو سیمو کې د اروپکو پرضد هغې چې ښايي اقدام نه شي کولای.

د پاکستان پخواني ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشرف وايي واشنګټن باید د القاعده او طالبانو پرضد د پاکستان جګړې ته په کمه سترګه ونه ګوري.

له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ښاغلي مشرف وویل پاکستان هم اړتیا لري چې نړۍ قانع کړي چې د اسامه بن لادن په نیولو کې پاتې راتګ د استخباراتو دنشتوالي له امله و نه دا چې دوی یې وړتیا نه لرله.

د تیرې جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هم ویل چې د امریکا او پاکستان اړیکې د بدلیدلو یوه پړاو ته رسېدلي دي.

په دې اړه د بي بي سي خبریال شاه زیب جیلاني په خپل راپور کې وايي.

که په واک کې وي او یا نه ښاغلی مشرف ته په داسي نظر کتل کېږي چې مستقیماً خپله خبره کوي نه دا چې غور سره خپلې خبرې غوره کړي.

نوموړي په دې وروستیو کې پر ولسمشر بارک اوباما نیوکه وکړه او ویې ویل چې ولسمشر اوباما په تکبر سره وویل چې که بیا هم فرصت برابر شي نو دې به د هغو عملیاتو په څیر چې اسامه بن لادن پکې ووژل شو په پاکستان کې د نورو عملیاتو امر وکړي.

ښاغلي مشرف وايي د امریکا ولسمشر ته پکار ده چې په پاکستان کې د عارضي حاکمیت پر حساسیت پوه شي.

دده په ژبه که چېرته امریکا دغه ډول پلان هم ولري نو اړتیا نه شته چې څرګند یې کړي ځکه چې دا کار خلک هڅوي او د پاکستان حکومت ډیر کمزوری کوي.

دغه راز د پاکستان پخواني ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشرف له بي بي سي سره په خبرو کې وویل واشنګټن باید نور پاکستان ته ونه وايي چې څه ډول له اورپکې سره مبارزه وکړي بلکې په دې پوه شي چې پاکستان د القاعدې او طالبانو پرضد په جګړه کې د امریکا متحد دی.

د ښاغلي مشرف په وینا پاکستان اړتیا لري چې دا خبره تشریح کړي چې ولي د هیواد په ځینو سیمو کې د اروپکو پرضد هغې چې ښايي اقدام نه شي کولای، دلایل یې باید روښانه کړي. دده په وینا امریکا او نړۍ باید په دې برخه کې قانع کړي.

ورته مطالب