پاکستان په 'شمالي وزیرستان' کې د عملیاتو پلان لري

وزیرستان
Image caption پاکستان وايي په شمالي وزیرستان کې تر اوسه د عملیاتو هوډ نه لري.

راپورونه وايي پاکستان د دغه هېواد په شمالي وزیرستان کې د جلال الدین حقاني د شبکې پرضد د عملیاتو هوډ لري.

لوېديځو رسنیو ویلي پاکستان په شمالي وزیرستان کې د جلال الدین حقاني د شبکې د ځپلو په موخه پوځي عملیات پیلوي.

راپورونه وايي، امریکا پر پاکستان فشار ډېر کړی، چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پرضد عملیات پیل کړي، ځکه چې تر ډېره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرضد په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکه د بریدونو پلانونه جوړوي.

شمالي وزیرستان له افغانستان سره ګډه پوله لري، چې ګڼ اورپکي ترې افغانستان ته د عملیاتو لپاره اوړي.

د امریکا متحده ایالتونو له ډېر وخت راهیسې له پاکستانه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د پیلولو غوښتنه لري.

له دې عملیاتو د امریکا موخه دا ده چې د حقاني شبکه وځپل شي او په افغانستان کې پر دوی بریدونه راکم شي.

که څه هم پاکستان په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پرضد عملیاتو ته زړه نه ښه کوي، خو د امریکا غوښتنه هم بابیزه نه شي اچولی.

د مۍ په لومړیو کې اسلام اباد ته څېرمه په ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو له خوا د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړيکي ترینګلي شول.

Image caption امریکا وايي چې په افغانستان کې د دوی پرځواکونو زیاتره بریدونه د حقاني شبکې له خوا په شمالي وزیرستان کې سمبالېږي.

د پاکستان 'ده نیوز The News 'ورځپاڼې د یوې معتبرې سرچینې په حواله لیکلي تېره اوونۍ اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن د سفر پرمهال ددغو عملیاتو پرسر خبرې وشوې.

خو د پاکستاني پوځ ویاند بیا د شمالي وزیرستان په اړه راپور د رسنیو بابیزه ګنګوسې بللې دي.

شمالي وزیرستان د حقاني شبکې د فعالیتونو مهم مرکز بلل کېږي، چې دغه ډله په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پروړاندې مرګوني بریدونه کوي.

شنونکي وايي پاکستان د حقاني شبکې له په افغانستان کې د هند د مخ پر ډېرېدونکي نفوذ د مخنيوي لپاره ګټه اخلي.

د ایساف هرکلی

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو د پاکستان له لوري ددغه هېواد په قبایلي سیمو، په ځانګړې توګه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د پیلولو هرکلی کړی.

ایساف وايي، دې ته په پام سره چې اورپکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله تېرېږي راتېرېږي، د دوی د فعالیتونو د محدودولو لپاره باید دا ډول عملیات ترسره شي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز په شمالي وزیرستان د عملیاتو د پیلولو د هرکلي ترڅنګ وویل، هیله من دی چې دغه عملیات به مثبتې پایلې ولري:

''په حقیقت کې کوم څه چې نوي دي، هغه ددغو عملیاتو اعلانول دي. داسې مورد چې تازه نه دی، دا یو حقیقت دی چې د پاکستان پوځ له خپلو شاوخوا ۱۲۵ زره پاکستاني پوځيانو سره له څو کلونو راهیسې پخپله خاوره کې له خپل دښمن سره مبارزه کوي.

''موږ په قبایلي سیمو کې د شمالي وزیرستان، باجوړ او له پولې دېخوا په کونړ، ننګرهار، خوست پکتیکا او نورو سیمو کې د جدي عملیاتو شاهدان یو .

''له دې کبله د ګډې پولې د کنټرول لپاره دغه عملیات کاملاً یوه اړتیا ده، ځکه چې اورپکي له پولې دېخوا راوړي او موږ په دواړو غاړو کې پر دوی فشار راوړو.

''موږ په دې لړ کې اقدام کړی او تاسو ته ویلای شم چې په لا ډېرې همکارۍ سره د پاکستان د پوځ ایساف او افغان ځواکونو ترمنځ خبرې شوې، چې تر ډېره یې نتیجه هم ورکړې ده.

''له دې کبله دا یو ښه خبر دی، دا ښه خبره ده چې دوی اوس دا موضوع اعلان کړې او موږ هیله من یو چې دغه عملیات به مثبتې لاسته راوړنې ولري .''

ورته مطالب