جېکوب زوما له طرابلس نه خالي لاس تللی

جېکوب زوما ، قدافي د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر زوما وايي چې د ليبيا مشر د افريقايی ټولنې د اوربند وړانديز منلو ته تيار دی.

د جنوبي افريقا ولسمشر جېکوب زوما د ليبيا پلازمېنې طرابلس ته له يو سفر وروسته له دغه هېواده تللی دی.د ده د سفر موخه د ليبيا جګړې ته د يوې سوله ييزې حل لارې کتل و، خو داسې ښکاري چې ولسمشر زوما په طرابلس کې له ډګروال قذافي سره له کتنې وروسته کوم ديپلوماتيک پرمختګ نه دی کړی.

ولسمشر زوما د پلازمېنې طرابلس له پرېښودو مخکې په لنډو خبرو کې وويل چې د ليبيا مشر د افريقايی ټولنې د اوربند وړانديز منلو ته تيار دی.

د دغه وړانديز له مخې بايد ټولې خواوې له دښمنۍ لاس واخلي.

خو دا له وړاندې د ډګروال قذافي دريځ و، دواړو ناټو او د ليبيا مخالفانو د افريقايي ټولنې پلان رد کړی دی او په عملي ډول له قذافي د دې غوښتنه کوي چې واک پرېږدي. په داسې حال کې چې ليبيايی مشر دغه نظر ردوي.

داسې برېښي چې دواړه خواوې په يو ټپه ولاړ حالت کې دي، او اوس داسې ښکاري چې ناټو به خپل پوځي عمليات لا تېز کړي، چې طرابلس ورسره له وړاندې هوايي بريدونو ته ځان تياروي.

په همدې مهال له روم نه د بي بي سي خبريال ډېوېډ وېلي په خپل راپور کې وايي چې د ليبيا د پوځ اتو جګپوړيو افسرانو ويلي چې د ډګروال قذافي له ځواکونو بېل شوي دي.

دوی دغه خبرې په روم کې يوه خبري کنفرانس ته کولې چې د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت کې په بيړنۍ توګه جوړ شوی و.

دوی د ليبيا په پوځ کې له خپلو ملګريو سرتېريو غوښتنه وکړه چې د دوی پر پله پل کېږدي او له مخالفانو سره يو ځای شي.

ويل کېږي د دغو افسرانو پنځه تنه يې جنرالان، دوه يې ډګروالان او يو يې ډګرمن دی. دوی له خپل هېواده له تښتېدو دری ورځې وروسته له خبريالانو سره خبرې کولې.

يوه جنرال وويل دی اټکل کوي د ډګروال قذافي د ځواکونو فعاليت د هغې کچې په پرتله چې په تېره فبرورۍ کې د کورنۍ جګړې د بيل په مهال وه، ۲۰ ٪ سلنې ته لوېدلی دی، او يوازې لس جنرالان په طرابلس کې خپل مشر ته وفدار پاتې دي.

د ليبيا د بهرنيو چارو پخواني وزير عبدالرحمن شلقم خبري کنفرانس ته وويل دغه افسران د هغو ۱۲۰ چارواکو د ډلې يوه برخه ده چې د قذافي له پلوۍ يې لاس اخيستی او د تونس له لارې تښتېدلي دي.

ايټاليا چې په ليبيا کې يو پخوانۍ استعماري ځواک و، د هغو لومړنيو هېوادونو ترمنځ وه چې د بنغازي د مخالفانو منځمهالې ملي شورا يې په ليبيا کې د قانوني حکومت په توګه، په رسميت پېژندلې ده.

دا سره له دې چې روم له ډګروال قذافي سره يوازې درې کاله مخکې د دوستۍ تړون لاسليک کړی و.

ورته مطالب