مارټن ډېمپسي د مايک مولن ځای ناستی دی

مارټن ډېمپسي
Image caption ده د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د ځای ناستي مشر په توګه هم کارکړی دی.

جنرال مارټن ډېمپسي د امريکا د درې ګونو ځواکونو د مشر په توګه نومول شوی چې په امريکا کې تر ټولو جګپوړې پوځي دنده ده.

جنرال ډېمپسي چې د عراق جګړې پخوانی جنګيالی هم دی، د سپتمبر پر ۳۰مه به د امير البحر مايک مولن ځای ونيسي او د ولسمشر اوباما جګپوړی پوځي سلاکار به هم وي.

ډېمپسي د پوځ د لوی درستيز په توګه خپله څلور کلنه دنده يوازې په تېر اپرېل کې پيل کړې وه.

د جګړې پر ډګر ده په ۲۰۰۳ کال کې په بغداد کې د لومړي زغره وال کنډک د قوماندان او بيا په بله دوره کې د عراق د امنيتي ځواکونو د روزنې دندې ترسره کړې دي.

ده د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د ځای ناستي مشر په توګه هم کارکړی چې په منځني ختيځ، خليج او منځنۍ اسيا کې يې د امريکا د پوځي عملياتو څارنه کوله.

ولسمشر اوباما د جنرال ډېمپسي د نومونې پر مهال دی د خپل ولس تر ټولو زيات د درناوي وړ او جګړې ازمايل شوی جنرال وباله.

که د ده نومونه د امريکا د مشرانو جرګې له لوري ومنل شي تر مخ پرتې مهمې چارې به يې په عراق کې د ځواکونو پر له پسې کمونه او هم د روان کال په وروستيو کې له افغانستان نه د ځواکونو د ايستلو پيل وي.

که څه هم د ناټو مشر اندرېس فو راسموسن د ناټو هېوادونو يوې پارلماني غونډې ته ويلي ګنې د افغان ځواکونو روزنې بهير په ګړندی ډول پر مخ روان دی خو د اروزګان پرونۍ پېښې نه ښکاري چې د افغان ځواکونو روزنې چارې له ستونزو سره مخامخ دي.

په اروزګان ګې پرون يو افغان سرتېری يو اسټراليايی سرتېری په ډزو وواژه، او د افغان پوځيانو په وينا ګنې افغان سرتېری د پېښې له ځايه پښې سپکې کړې او تښتېدلی دی.

دې او ورته پېښو د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام د برياليتوب په اړه اندېښنې خورا زياتې کړې دي.

د ناټو مشر ښاغلي راسموسن دا هم ويلي د دوی تړون بايد په افغانستان کې تر هغه پاتې شي چې روانه دنده يې بشپړه شي.

د امريکا د دری ګونو ځواکونو د مشر په توګه به جنرال مارټن ډېمپسي له درنو ننګونو سره مخامخ وي، په تېره بيا افغانستان کې چې ځواکونه يې ترې د وتلو تابيا لري.

ورته مطالب