"د مخدره توکو پر وړاندې نړیواله جګړه ناکامه شوې"

Image caption د دغه راپور لیکونکي پر هغو هیوادونو نیوکه کوي چې وایي د مخدره توکو پر وړاندې اوسنۍ جګړه ښه روانه ده.

د نړۍ د پخوانیو سیاستوالو او مشرانو يوې ډلې په خپل نوي راپور کې د مخدره توکو پر وړاندې نړیواله جګړه ناکامه بللې ده.

د مخدره توکو د تګلارې نړیوال کمېسیون د خپل یو راپور په ترڅ کې د ځینو مخدره توکو د قانوني کولو او دغه راز پر مخدره توکو په روږدي کس باندي د مجرم نوم د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

په دې ډله کې د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشی کوفي عنان، د مکسیکو، کولمبیا او برازیل هیوادونو مشران او همدارنګه ښاغلی ریچارډ برنسن شامل دي.

سپینې ماڼۍ دغه موندنې رد کړي او وایی چې دا راپور سم نه دی.

نوموړی کمیسیون ۱۹ غړي لري چې د متحده ایالاتو د احتیاطي پوځ پخوانی مشر پاول ولکر، د کولمبیا پخوانی ولسمشر سیزار ګاویرا او د یونان اوسنی صدراعظم جورج پاپندریو پکې هم ګډون لري.

همدارنګه په دې کمیسیون کې د لاتینې امریکا تګړه لیکوال کارلوس فیونتس، ماریو ورګاس، د اروپایی ټولنې د بهرني سیاست پخوانی مشر هاوېر سولانا او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جورج شولتز هم شامل دي.

"نورو ته يې زيانرسیږي"

د نوموړي کمیسیون په راپور راغلي چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې تګلارې نه یوازې ناکامې شوي ، بلکې له وړاندې د پلان شويو جرمونو د ډیریدو، د مالیه ورکوونکو میلونونو ډالرو د مصرفیدو او همدارنګه د زرګونو کسانو د مرګ لامل هم شوي دي.

د دې راپور د موندنو له مخې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې له ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۰۸ کاله پورې د نړۍ په کچه د تریاکو په استعمال کې ۳۵ سلنه، د کوکایینو په استعمال کې ۲۷ سلنه او د بنګدانو په استعمال کې ۸.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه راپور لیکونکي پر هغو هیوادونو نیوکه کوي چې وایي د مخدره توکو پر وړاندې اوسنۍ جګړه ښه روانه ده.

په راپور کې راغلي چې "سیاسی مشران او متنفذین دې د خلکو په وړاندې د هغه څه ویلو جراات ولري چې د پردې تر شا پرې اعتراف کوي چې سندونه ښیي چې ځپونکې ستراتیژۍ به د مخدره توکو ستونزه حل نه کړي او د نشه يي توکو پر وړاندې اوسنۍ جګړه نه بریالۍ کېدی او نه هم ګټل کیدای شي."

د دې راپور له مخې روږدي خلک هغه کسان دي چې "نورو ته زیان نه رسوي" او نوموړی کمیسیون له حکومتونو غواړي چې هغو ته د جزاء ورکولو پر ځای دې د مخدره توکو د استعمال سزاګانې ختمې او پر ځاې یی هغه قانوني میتودونه وکاروي، چې له مخې یی له یوې خوا د وار له مخه پلان شويو جرمونو بانډونه شنډ، او له بلې خوا روږدو کسانو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې شي.

همدارنګه دغه کمیسیون د مخدره توکو پر وړاندې جګړه کې د هغو تګلارو دکارولو غوښتنه کوي چې په تجربو ولاړې او د جرمونو کچه راټیته او همدارنګه د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لامل وګرځي.

دغه کمیسیون په ځانګړې توګه پر متحده یالاتو نیوکه کوي او وايي دغه هیواد باید د جرمونو او مخدره توکو پر وړاندې د جګړې له اوسنۍ تګلارې لاس په سر شي او پر ځای دې هغه تګلارې خپلې کړي چې د خلکو له روغتیا او د بشر د حقونو سره سمون ولري.

د کولمبیا پخوانی ولسمشر سیزار ګاویرا وایي "مونږ هیله لرو چې دغه هیواد (متحده ایالات) به لږترلږه فکر وکړي چې [مخدره توکو سره په جګړه کې] نورې لارې هم شتون لري."

"متحده ایالات په هغو تګلارو کې ښکېل دی چې زمونږ (د هیوادونو) اوږد مهاله ګټو سره سمون نه لري."

د سپینې ماڼۍ د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې د دفتر مسئول ګیل کیرلکوسکي د نوموړي کمیسیون وړاندیزونه رد کړي دي.

د مخدره توکو د کنټرول تګلارې د دفتر ویاند وایي "په مخدره توکو روږدیتوب یو رنځ دی او په بریالیتوب سره ترې مخنیوی کیدای شي او درملنه یې هم شونې ده."

"مخدره توکو ته لا ډیر لاسرسی به لکه څنګه چې دغه راپور یی وړاندیز کوي، زمونږ د ټولنو د روغتیا او سلامتی ساتل لا هم ستونزمن کړي."

ورته مطالب