خېبر پښتونخوا: وسله والو ۳۰ سرتېري وژلي

پاک پوځ
Image caption چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه ۲۴ ساعته روانه وه.

په پاکستان کې امنيتي چارواکي وايي چې په خېبر پښتونخوا کې د حکومت د مخالفو وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته کې شاوخوا ۳۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پاکستاني لوري د معلوماتو له مخې تېره ورځ کابو ۲۰۰ اورپکي د افغانستان له پولې پاکستان ته ور واوښتل او په بر دير کې يې د پاکستان پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

له بريد وروسته د پاکستان د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته جګړه ونښتله چې ۲۴ ساعته روانه وه.

پاکستاني چارواکو په نښته کې د وسله والو کسانو د وژل کېدو او يا ټپي کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

يو ځایي چارواکی وايي چې دغه سيمه ډېره پراخه ده او د اړيکو د پرېکېدو له امله د پېښې بشپړ جزييات نه دي معلوم.

تر اوسه دا لا معلومه نه ده چې په نښته کې د وسله والو کومه ډله ښکېله ده، خو خبريالان وايي چې د دغې سيمې ټولې جنګي ډلې له يو بل سره نژدې اړيکې لري.

پخوا په پاکستان کې دا ډول بريدونه تر ډېره د پاکستاني طالبانو له لوري کېدل او مسووليت يې هم همدوی مانه، خو تر دې دمه دوی د دغې وروستۍ نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو له غورځنګ نه پرته نورې وړې ډلې هم شته چې د پاکستان د اوسني حکومت سره په مخالفت کې دي.

ورته مطالب