مېلادېچ د محاکمې په لومړۍ ناسته کې

مېلادېچ د انځور حقوق b
Image caption مېلادېچ لومړی مجرم دی چې په اورپا کې د سربیا د ۱۹۹۵ کلونو د جنګي جرمونو په تور نیول کېږي.

د بوسنیا د سربانو پخوانی پوځي قومندان راتکو مېلادېچ د جمعې پر ورځ په لومړي ځل په هالنډ کې د جنګي جرمنو د محکمې پروړاندې حاضر کړای شو.

په پام کې ده چې له میلادېچ به پرې د لګول شوو تورونو په اړه پوښتنې وشي.

پر نوموړي تور دی چې د بشرضد جنګي جرمونو په لړ کې یې زرګونه بوسنیايي مسلمانان وژلي دي.

دغه پخواني سربیايي جنرال ته وړاندې له دې چې د محکمې له خوا مجرم وبلل شي، د خپل ځان د سپیناوي لپاره ۳۰ ورځې وخت ورکول کېږي.

که چېرې په دغه موده کې هغه د محکمې پوښتنو ته سم ځوابونه ونه شي ویلای، مجرم به وګڼل شي.

د هغه مدافع وکیل وړاندې ویلي و چې د محکمې د جلسې پرمهال به له هغه څه دفاع وکړي.

جنرال راتکو مېلادېچ تېره اوونۍ د سربي امنيتي ځواکونو له خوا تر شاوخوا ۱۷ کلن تعبید وروسته ونیول شو او بیا سملاسي لاهای ته یووړل شو.

په سربیا کې ددغه تورن وکیل میلوچ سالیتچ ویلي، راتکو مېلادېچ روغتیا ددې اجازه نه ورکوي چې د محکمې پوښتنې دې ځواب کړای شي، ځکه چې په وینا یې د سرطان په ناروغۍ اخته دی.

مېلادېچ لومړی مجرم دی چې په اورپا کې د سربیا د ۱۹۹۵ کلونو د جنګي جرمونو په تور نیول کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption پر مېلادېچ تور دی چې په دغه جګړه کې د هغه په امر شاوخوا اته زره مسلمانان ووژل شول.

پر مېلادېچ تور دی چې په دغه جګړه کې د هغه په امر شاوخوا اته زره مسلمانان ووژل شول.

هالنډی قاضي فونس اوري به مېلادیچ ته پر هغه ۱۱ واړه توورنه اعلان کړي، چې په دې کې ډله ییزه وژنه، جنګي او د بشرضد جرمونه هم راځي.

د ویلو ده چې قاضي اوري وړاندې د سربي سیاسي ګوند د مشر رادوان کرادیچ د قضیې د څېړلو د جرګه ګۍ مشري هم کوله.

د مېلادیچ د محاکمې لومړۍ جلسې ته به د هغه د کورنیو غړو ته د ګډون حق ورنه کړل شي، بلکې وروسته به د لاهای د محکمې په یوه اړوند زندان کې د لیدو کتو اجازه ورکړل شي.

ورته مطالب