چینايي ځوان د 'ایپاد' او کمپیوټر په مقابل کې خپل بډوډی ورکړ

Image caption چینايي ددا ډول ایپاډ او لپ ټاپ کمپیوټر په مقابل کې خپل بډوډی پلورلی.

چینايي خبري رسنیو ویلي، یوه چینايي ځوان د یوه ایپاډ او لپ ټاپ کمپیوټر په مقابل کې خپل بډوډی وپلوره.

راپورونه وايي، ۱۷ کلن ځوان خپل بډوډی د انټرنېټ له لارې د کمپیوټر په مقابل کې پلورلی دی.

کله یې چې د مور د کمپیوټر په اړه ترې وپوښتل ورته وویل چې د خپل بډوډي په مقابل کې یې رانیولی دی.

چینايي چارواکو په ۲۰۰۷ کال د یوه قانون له مخې د انساني غړو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه، خو د خیر ښېګڼې او په خپله خوښه یې د غړو خیرات ورکولو ته اجازه ورکړه.

په پکین کې د بي بي سي خبریال وايي له دې کار سره د چین په تور بازار کې د انساني غړو د پېر او پلور برخې ته یوځل بیا د خلکو پام رامات شوی دی.

د چین په تور بازار کې یوه بنجاره ویلي په چین کې د یوه بډوډي بیه شاوخوا ۴۵۰۰ ډالره ده، چې کېدای شي دا بیه له ۳۰۰ نیولې تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې هم وټاکل شي.